د دوو فرهنګونو د پیوند له پاره د خصوصي ښوونځیو هڅې
په ایران کې د افغان مهاجرو له پاره د خصوصي ښوونځیو د جوړولو فکر پخپله د افغان مهاجرو نوښت وو. دغه ښوونځي چې ځيني ایرانيان يې ملاتړ کوي، د دوو فرهنګونو تر منخ پل جوړوي.
د کرج په لاله زار کې راټولیدل
په تیرو دوو کلونو کې په ایران کې ډير خصوصي ښوونځي په دې توانیدلي دي چې د جواز په تر لاسه کولو سره خپل فعالیت ته ادامه ورکړي.
د رومیو او ژولیت د تیاتر نندارې ته وړاندې کول
په ایران کې د افغان مهاجرو ماشومانو د روزنې له پاره د خصوصي ښوونځيو تأسیس پخپله د افغان مهاجرو نوښت وو.
د تفریح زنګ
تیر دوه کاله دغو ښوونځیو هغو ماشومانو ته چې اسناد یې نه درلودل بې له جوازه زده کړې ورکولې.
د افغانانو له پاره د اسنادو تر لاسه کول مهم نه ول. خصوصي ښوونځیو ته د خپلو ماشومانو د استولو انګیزه یوازې له زده کړو څخه د هغوی د ماشومانو برخمن کیدل ول.
په تهران کې د یوه خصوصي ښوونځي مدیر نادر موسوي، په دې وروستيو کي له افغان ماشومانو څخه د ایران د خلکو ملاتړ د پام وړ بولي.
د دغو خصوصي ښوونځیو ځیني ښوونیز پروګرامونه د دو فرهنګونو تر منځ د دوستۍ پل جوړول دي.
د کیسو لیکلو او کیسو ویلو د درسي ساعتونو رامنځ ته کول، د جګړې او مهاجرت له کبله ماشومانو ته د رسیدلو زیانونو د کچې د کمښت هڅه ده.
ماشومان هر سهار د دغې سپینې تختې پر مخ جملې لیکي چې د یو او بل له اندیښنو سره آشنا کیږي.
تر ښوونځي د باندې پیک نیک یا مېله
سږکال ځیني شاګردان په خصوصي ښوونځیو کې د ښه زده کړو له امله وتوانیدل چې د دولتي ښوونځیو په لوړ ټولګيو کې نومونه ثبت کړي.
د تهران د طب پوهنتون د ستوماتولوژي پوهنځي داوطلب محصلین، ماشومانو ته د خولې او ښاغونو په ښه شان د ساتلو زده کړه ورکوي.
له موسیقۍ سره سپورت په ښوونځي کې د ماشومانو له پاره په زړه پورې ساعت دی.
د شپږم ټولګي زده کوونکي په اوونۍ کې یو وار په پارک کې درسي ساعت نیسي.
د ښوونکو د ظرفیت لوړولو له پاره ښوونیزي دورې هم تر سره کیږي.
له گدي پران سره د ماشومانو د بلدیدو جشن. په افغانستان کې ګدي پران د ماشومانو له په زړه پوري سرګرمۍ څخه ګڼل کیږي.
«جشن مهرګان» د ماشومانو له پاره یو فرصت دی چې د بل هیواد له لرغوني او بومي جشنونو سره آشنا شي.
په خصوصي ښوونځیو کې ماشومانو د دواړو هیوادونو تر منځ د دوستۍ سفیران یا استازي دي.