د دوهمې نړيوالې جګړې د ختميدو ۸۰ کاله پوره شول
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۸, پنجشنبهپه آلمان کې د پنجشنبه په ورځ (۲۰۲۵ م کال د می اتمه) د دويمې نړیوالې جګړې اتیایمه کلیزه لمانځل کیږي. د یوې سروې له مخې په دغه هیواد کې له نیمایی ډیر وګړي د ناسیونال سوسیالیستانو د جنایتونو یادون لا هم مناسب بولي. کابو هر پنځم کس (۲۲ سلنه) له هغو څخه د لا زیات یادون غوښتنه کوي.
په عین وخت کې، تقریباً ورته شمیر خلک (۲۳ سلنه) په دې باور دي چې په جرمني کې دنازیانو د جنایتونو یادونه ډیره زیاته کیږي.
د یوې سروې له مخې، تقریباً دوه پر دریمه برخه جرمني اتباع (۶۴ سلنه) په اروپا کې د یوې لویې جګړې په اړه ډیر او یا ډیر زیات اندیښمن دي. ۳۴ سلنه بیا په دې اړه لږه اندیښنه او یا هیڅ اندیښنه نه څرګندوي. د ۲۰۱۴ کال په جون کې، یوازې ۲۹ سلنه خلکو دغه ډول اندیښنه څرګنده کړې وه.
د می پر اتمه نیټه، ددويمې نړیوالې جګړې او په دې ډول د یهودانو په وړاندې د جنایت پای د ۸۰ م ځل له پاره لمانځل کیږي. په همدې مناسبت د سیاست او ټولنې مخکښ استازي په برلین کې سره راټولیږي. د یادون اصلي مراسم به د سهار پر لسو بجو د کایزر ویلهلم په کلیسا کې په مذهبي مراسمو سره پیل سي.
د جرمني د اُسقفانو د کنفرانس مشر، اسقف جورج باټزینګ، او په جرمني کې د پروتستانت کلیسا د شورا رییس، اسقف کېرستن فیرز، به هلته وینا وکړي. د آلمان د ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر، د دغه هیواد د پارلمان د مشرې یولیا کلوکنر، او صدراعظم فریدریش میرڅ، د ګډون تمه هم کیږي. دغه مراسم به د آلمان د ZDF په نوم آلمانۍ رسنۍ کې په مستقیم ډول خپاره سي .
په اروپا کې دويمه نړیواله جګړه د ۱۹۴۵ کال د می پر ۸مه د جرمني د دفاعي ځواکونو په بې قیدوشرطه تسلیمیدو سره پای ته ورسیده. جاپان، چې له جرمني سره متحد و، د اګست پر ۱۵مه د امریکا له خوا پر هیروشیما او ناګاساکي باندې د اټومي بمونو له غورځولو وروسته تسلیم سو. په مجموعي ډول، د جرمني له خوا په پیل سوې جګړه کې له۶۰ ملیونو څخه زیات انسانان ووژل سول. شاوخوا شپږ میلیونهیهودیان د ټولوژنې چې د شوا يا هولوکاست په نوم هم پيژندل کيږي، قربانيان سول. په برلین کې، د می اتمه د يوه ځل له پاره عمومي رخصتي ده.
اړوند:په دوهمه نړيواله جګړه کې يو ورک شوی موټر پیدا شو
کلیساګانو د ۱۹۴۵ کال د می ۸ مه د "آزادۍ د ورځې او د یوې نوې، ښه تره دورې د پیل" په توګه بیان کړې وه. په جرمني کې د یهودانو د مرکزي شورا مشر، جوزف شوستر، "زیود دویچه څایتونګ" ته وویل چې د یادولو یو ژوندی کلتور موجود دی، حتی که هغه په هر ځای کې په یو ډول ښه درج هم نه دی.
نوموړي وويل که نن ورځ په آلمان کې ۱۵ سلنه ځوانان په دې باور وي چې په شوا کې شپږ نه، بلکې دوه میلیونه یهودیان وژل سوي وو، نو ښوونځي مسؤلیت لري چې عمل وکړي. د شوستر په خبره: " خو په مجموع کې ټولنه هم." د اسرائيل سفیر رون پروسور د "نوین اوسنابروکر څایتونګ" په نوم ورځپاڼې ته وویل چې جرمني کولای سي د یادون په خپل دغه کلتور باندې وویاړي. هغه په عین وخت کې، د یهودیت ضد اوسني ډولونه هم وغندل.