« په ۳ ولایاتوکی د ژوندي موجوداتو د انځورونو پرخپرولو بندیز»
۱۴۰۴ فروردین ۲۲, جمعهد افغانستان د خبریالانو د مرکز په اعلامیه کي راغلي دي چي د طالبانو د ادارې د امر بالمعروف کارکوونکو د جوزجان، زابل او پروان ولایتونو د رسنیو سیمه ايزو ادارو ته امر کړی دی چي پس له دې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو له خپرولو ډډه وکړي.
اړوند:طالبان؛ د ژوندي موجوداتو د انځورونو خپرول د شريعت خلاف دي
د نوموړي مرکز په حواله، په دې بندیز سره د هغو ولایتونو شمیر چي پکښي رسنۍ د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو اجازه نه لري، ۱۳ ولایتونو ته رسیدلی دی.
په اعلامیه کي راغلي دي چي په جوزجان کي دغه امر د یوه لیک له لاري رسنیو ته اعلان سو. په زابل ولایت کي بیا دغه امر په شفاهي ډول رسنیو ته ویل سوی دی، خو په پروان ولایت کي خبریالان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا احضار سول او هغوی ته وویل سول چي د ژوندیو موجوداتو د انځورونو له خپرولو څخه ډډه وکړي.
د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو ممنوعیت د طالبانو د امر بالمعروف په قانون کي درج سوی دی. د امر بالمعروف د قانون په اولسمه ماده کي راغلي دي چي د طالبانو محتسبین مکلف دي چي د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د څپرولو مخه ونیسي.
اړوند:طالبانو په کندهار کې د ښځو د ږغ خپرول په بشپړ ډول منع کړ
طالبان په داسي وخت کي په انفرادي ډول په ولایتونو کي د امر بالمعروف دغه مقررات عملي کوي چي ملي ټلویزیون او د باختر خبري آژانس چي د طالبانو تر کنترول لاندي فعالیت لري، د ژوندیو موجوداتو تصویرونه خپروي او همدارنگه د طالبانو ځیني رسمي چارواکي هم په ویبسایټونو او ټولنیزو شبکو کي خپل عکسونه خپروي.
د رسنیو د ملاتړ بڼسټونو تل په دې اړه خپله اندېښنه څرگنده کړې او ویلي یې دي چي د طالبانو دغه امر د بیان او رسنیو د آزادۍ سره په ټکر کی دی، معلوماتو ته د لاس رسي حق محدودوي او په عمل کي د ټلویزیوني خپرونو نفس تر پوښتنې لاندي راولي.
سربیره پردې طالبانو پر رسنیو او خبریالانو هم ډیر محدودیتونه وضع کړي دي او رسنۍ نه سي کولای د طالبانو په هکله انتقادي خپرونې ولري.