د حج په مراسمو کې د مړو شمېر له زرو اوښتي
۱۴۰۳ تیر ۳, یکشنبهرويټرز خبري آژانس د یکشنبې په ورځ د خپلو تازه راټولو شوو ارقامو پر اساس خبر ورکړ چې په سعودي عربستان کې د سږکال حج مراسمو په جریان کې تر دا مهاله د مړه شوو زیارت کونکو شمېر لږ تر لږه ۱۱۱۴ تنو ته پورته شوی دی.
خبري سرچېنې د حاجيانو د مړينې عمده لامل په سعودي عربستان کې شديده ګرمۍ بولي. په وروستیو ورځو کې په سعودي عربستان کې د مړه شوو حاجيانو شمېر د هرې ورځې په تېرېدو سره د لوړېدو په حال کې دی.
په مړه شوو کسانو کې تر ټولو ډېر د مصر اوسيدونکي دي. د سعودي عربستان د امنیت او عامې روغتیا چارواکو د یکشنبې په ورځ وويل چې د مصري اتباعو د مړو شمېر ۶۷۲ ته پورته شوی او ۲۵ نور لادرکه دي.
د اندونیزیا حکومت بیا ويلي چې د حج مراسمو په جریان کې يې ۲۳۶ اتباع مړه شوي دي. هندوستان بیا د حج په سږنیو مراسمو کې د خپلو ۹۸ تنه اتباعو د مړينې خبر ورکړی دی.
تونس، اردن، ایران او سینګال هم د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې ډېر اتباع ېې مړه شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت د ویب پاڼې پر اساس، افغانستان سږکال ۲۷ زره افغانان د حج فریضې ادا کولو له پاره سعودي عربستان ته استولي دي.
(Reuters) mks/akh