د جزا نړېوالې محکمې پر څارنوال د جنسي تيري تورونه لګول شوي
۱۴۰۴ فروردین ۱۵, جمعهدرو سرچینو چې د ملګرو ملتونو د تحقیقاتو له بهیر څخه مستقیم معلومات لري، رویترز ته ویلي دي چې د کریم خان په تړاو تورنه چې ارزونه ېې کیږي، د کارکوونکو له خوا د یوې وکيلي په هکله د جنسي ناوړه چلند رپوټونه دي. دغې ښځې هغه ته رپوټونه ورکول او یا ېې په دې هکله د هغه له رفتار څخه شکایت کړی دی.
په مجموع کې پنځو سرچینو په دې هکله رویټرز ته معلومات ورکړي دي، چې ټولو ېې د خپلو نومونو له ښودلو ډډه کړې ده. دوی د بریتانوي څارنوال کریم خان په هکله ويلي چې هغه لږ تر لږه د خپل دفتر د څلور کارکوونکو رتبې تنزیل کړي دي.
خو د خان وکیلانو په یوه لیکلې اعلامیه کې پر هغه د ناوړه کړنو ټولې شوې ادعاوې رد کړي او ویلي ېې دي چې هغه «په لېوالتیا سره دې ته انتظار کوي تر څو له بهرنیو تحقیقاتو سره بشپړه او شفافه همکارۍ وکړي.»
نور ولولئ: طالبان: د نړېوالې محکمې د څارنوال غوښتنه حقوقي بنسټ نه لري
د کارتر-رک په نوم یوه حقوقي دفتر چې مرکز ېې په لندن کې دی د کریم خان په هکله وايي: «هغه په هېڅ ډول جنسي بدرفتارۍ کې ښکيل نه دی او نه هم په کوم غچ اخیستونکي عمل کې، لکه څنګه چې ادعاوې ېې شوي.»
د کارتر دفتر په دې هکله چې آیا ملګرو ملتونو د کریم خان په هکله د غچ اخېستونکي ادعاوو په ګډون تر اوسه تحقیقات کړي که نه، څه نه دي ویلي. په خپله خان ويلي چې خپل کار ته به ادامه ورکوي او ترڅنګ به د تحقیقاتو له بهیر سره هم همکاري کوي. هغه زیاته کړې ده چې اصلي تورنه په تېر اکتوبر کې د هغه د دفتر پر ضد د ناسمو معلوماتو له یوه کمپاین سره په یو وخت کې لګېدلي.
نور ولولئ: څو هيوادونو د طالبانو د دوو مشرانو د نیولو د حکم د غوښتني هرکلی کړی
یادو سرچینو ویلي د ملګرو ملتونو د داخلي نظارت دفتر (OIOS) چې د کریم خان قضیې په هکله تحقیقات کوي تر اوسه ېې په دې تړاو کریم خان نه دی پوښتلی.
د جزا نړېوالې محکمې او د نظارت یاد دفتر د کریم خان په هکله د تحقیقاتو په تړاو له نظر ورکولو ډډه کړې ده.
د جزا نړیوالي محکمې دغه څارنوال د اسرائيل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو، د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین او په افغانستان کې د طالبانو د رهبر ملا هيبت الله آخوندزاده په ګډون د نړۍ پر مهمو څېرو هم تحقیقات کوي.
دغې محکمې له اوکراین څخه د ماشومانو د اخراج په شک د پوتین د نیولو او په غزه کې د ادعا شوو جنګي جرایمو په تړاو د نتنیاهو د نیولو حکمونه صادر کړي دي. دواړه هېوادونه چې د نړېوالې محکمې غړیتوب نه لري، د محکمې دغه تورنه یې رد کړي دي.
نور ولولئ: د عدالت نړېواله محکمه؛ اسرائيل د «نسل وژنې» ادعا رد کړه
د اسرائيل په هکله د نړېوالې محکمې څېړنې سبب شوې چې امریکا متحده ایالات پر کریم خان بندیزونه ولګوي.
کریم خان، د روان میلادي کال په سر کې وغوښتل چې د طالبانو د رهبر ملا هيبت الله آخوندزاده او د هغه د ادارې مشر قاضي عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم دې صادر شي. خان هغه وخت ویلي و چې موجه دلایل شته چې اخونزاده او حقاني د جنسیت له پلوه د بشر ضد جرمونو مسئولیتونه لري. خو د طالبانو حکومت بیا د جرمونو نړېوالې محکمې دغه غوښتنه وغندله او دا ېې غیرعادلانه او یو دوه ګونی چلند وښود.
نور ولولئ: طالبان: د روم اساسنامې او جزا نړیوالې محکمې اړوند مکلفیت نه لرو