د جرمونو نړيوالي محکمې د کومو رهبرانو د نيولو امر صادر کړی دی؟
د جرمونو نړيواله محکمه چي اجرايوي ځواک نه لري، د کومو هيوادونو مشران يې د تعقيب په ليست کي دي؟ هغه مشهور به يې دلته در وپيژنو.
د يوګاندا جنګسالار جوزف کووني
کووني چي په يوګاندا کي يې د «پروردګار د مقاومت پوځ» په نوم يوې وسله والي ډلي بنسټ ايښوونکی او رهبر وو د جرمونو نړيوالي محکمې تر ټولو زوړ فراري بلل سوی. د هغه د نيولو امر په ۲۰۰۵م کال کي صادر سوی. خو ويل سوي دي چي د ۲۰۲۵م کال په سپتمبر مياشت کي د هغه په غياب کي پر هغه باندي تورونه واوريدل سي.
د سوډان پخوانی مشر عمر بشير
د جرمنو نړيوالي محکمې په ۲۰۰۹م کال کي د عمر البشير د نيولو امر صادر کړ چي هغه يې د سوډان په دارفور سيمه کي په نسل وژني، پر بشرضد جنايت او جنګي جنايتونو تورن کړ. د اټکلونو له مخي په دغه سيمه کي ۳۰۰۰۰۰ کسان وژل سوي او تر ۲ ميليونه زيات بې ځايه سوي دي. بشر او د هغه ځيني ملګري په ۲۰۱۹م کال کي تر يوه پاڅون وروسته بنديان سول، خو هيڅکله هاګ ته ونه لېږدول سو.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين
د جرمنو نړيوالي محکمې د ۲۰۲۳م کال په مارچ مياشت کي د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين د نيولو امر صادر کړ. محکمې هغه له اوکراين څخه روسيې ته په غيرقانوني توګه د په سونو ماشومانو د بېولو په جنګي جنايت تور کړ. روسيې دغه پريکړه رد کړې او ويلي يې دي چي دا ورته هيڅ معنی نه لري.
د اسرائيل لومړی وزير بينيامين نتانياهو
د جرمنو نړيوالي محکمې د ۲۰۲۴م کال په نوامبر مياشت کي د اسرائيل د لومړي وزير بينيامين نتانياهو د نيولو امر صادر کړ. پر نتانياهو باندي «د غزې په جګړه کي د جنګي جنايت، لوږه د جګړې د يوې طريقې په توګه د کارولو، بشري جنايتونه چي په هغو کي وژني شاملي دي» تور دی. اسرائيل د يادي محکمې قضايي صلاحيت رد کړی او په غزه کي يې د جنګي جنايتونو تورونه رد کړي دي.
د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخندزاده
د جرمونو نړيړالي محکمې د ۲۰۲۵م کال د جولای مياشتي پر ۸ نېټه د طالانو د مشر ملا هيبت الله اخندزاده او د دغي ډلي د قاضي القضات عبدالحکيم حقاني نيولو امر صادر کړ. محکمې ويلي دي چي پر دغو کسانو باندي د «جنسیت یا جندر پر بنسټ د ښځو د ځورولو له کبله د بشريت ضد جرم شک کيدای سي.»
د جرمنو نړيواله يا د جزا نړيواله محکمه چي مرکز يې د هالند په دنهاګ کي دی کوم اجرايوي ځواک نه لري او يوازي په هغه صورت کي جرم تعقيبوي چي په هغه هيواد کي قانوني تعقيب ممکن نه وي يا يې واکمنه اداره نه تعقبوي. په نړۍ کي ۱۲۵ هيوادونه د دغي محکمې ملاتړ کوي.