د جرمني-هالنډ سره په سرحد کي ۲۵۰ زره یورو پیدا سوي
۱۴۰۱ دی ۶, سهشنبهاعلان
لکه څنګه چي فدرالي پولیسو نن سه شنبه خبر ورکړی دی، هغوی تیره پنجشنبه د سرحد سره د ځنګله د جنوبي خوا د لويي لاري په پارکینګ کي د دوو ۳۱ او ۲۳ کلنو وروڼو موټر متوقف کړ، کوم چي د هالینډ د خوا راروان سوي وه. د پولیسو د معلوماتو پراساس دواړو د هغوی ددې پوښتني په جواب کي ، چي ایا وسلې، مخدره مواد او یا تر ۱۰۰۰۰ یورو اضافه پیسې لري، کومي چي باید راجستر سي، منفي جواب ورکړی ؤ. خو پولیسو د موټر د تلاشۍ پر مهال په یوه پلاسټيکي کڅوړه کي تقریبأ ۲۳۰۰۰۰ یورو پیدا کړې. دغه پیسې د هغوی د سپینولو او پریوللو په شک ضبط او ګمرک ته استول سوي دي.