د جرمني ملکې وپيژنئ
که څه هم په جرمني کي سلطنتي نظام يوه پېړۍ مخکي پای ته رسېدلی، خو اوس هم دغه هيواد د ډول ډول سياليو له ملکو ډک دی. دغه ملکې په دې انځوريز راپور کي پيژندلای سئ.
که څه هم په جرمني کي سلطنتي نظام يوه پېړۍ مخکي پای ته رسېدلی، خو اوس هم دغه هيواد له ملکو ډک دی. د جرمني د ملکو په رسمي ټولنه کي د دغه هيواد د ۱۶ ايالتونو نژدې ۱۴۴ ملکي غړيتوب لري. (انځور: په منځ کي کاترينا شتاب د شرابو ملکه د شرابو له شازادگيو کيڼ اړخ ته لاورا لا او شارلوته فرايبرگ سره)
د زاکسن ايالت ۲۰ کلنه هانا هاوبولد د شيرنيو (خوږو) ملکه ده.
د مکرونيو په برخه کي ملکه بايد د دغو خوړو په ټولو برخو کي معلومات ولري. پاتريسيای د مکرونيو د تولید او پخولو په برخه کي د ۲۰۱۷م کال ملکه سوه.
۱۹ کلنه جينا ماری هيلدبراند د پيازو بازار ۳۶۴مه ملکه سوه. د آلمان په ټولو ايالتونو کي د ملکې انتخاب يو شان نه وي، د بېلگې په توگه د دغه هيواد په نوردراين وستفالن ايالت کي يوازي په پنځو رشتو کي ملکه انتخابيږي. خو په بايرن ايالت کي بيا په ۳۰ رشتو کي ملکې انتخابيږي.
د جرمني له صدراعظمي مېرمن انگلا ميرکل، د بهرنيو چارو وزير زيگمار گابريل او زراعت له وزير کريستيان شميت سره د مڼو د ملکو ليده کاته.
په ۲۰۱۷م کال کي د تورينگن ايالت د کالباسو ملکه سوسيس.
د گلانو ملکه دورن دوهمه او شازادگۍ سوفيای اول په زاکسن ايالت کي تود هرگلی.
د شيدو پخوانۍ ملکې د غوا ښی اړخ ته او اوسنۍ ملکې د براندنبورگ ايالت کرهڼي او مالدارۍ نندارتون پرانيست.
سارا بلاداش د مارچوبه خوړو ملکه ده.
۲۳ کلنه آنيکا کوکلينسکي د يوه ډول بوټو ملکه ده چي په آلماني (Heide) ورته وايي.
د بايرن ايالت د ۲۰۱۷م کال د بيرو ملکه لنا هوخشتراسر. دغي ۲۲کلني محصيلي له نورو ۷ کانديدانو څخه تاج وگاټه.
په مکلنبورگ فورپومرن ايالت کي د شکوفو ملکه ليزا بيترمان وټاکله سوه.
په نادن ووتنبرگ ايالت کي هرکال د ملکې او چوپانانو د پاچا ټاکلو سنتي مراسم جوړيږي. په دغو سياليو کي گډون کوونکي پر سرباندي يو سطل ږدي او ځغلي.
د جرمني د ۲۰۱۷م کال د ښکلا ملکه ثريا کولمان وټاکله سوه. هغې تر دې دمخه د زاکسن ايالت د ښکلا ملکې تاج هم گټلی وو.
جالبه دا ده چي د آلمان په نژدې ټولو مراسمو کي د ملکو شتون وي، هغه که سياسي وي که ټولنيز. (انځور: د زاکسن ايالت لومړی وزير د دغه ايالت د بېلابېلو رشتو له ملکو سره.)