د جرمني د شټوټگارټ پر قیلونخانې باندي هم فیرونه
۱۳۹۸ اسفند ۴, یکشنبهد پولیسو په حواله په شټوټګارټ کي د یوې لويي ودانې پر دوو کړکیو باندي فیرونه سوي، چي پکښي د نورو ترڅنگ یوه قیلونخانه هم موجوده وه. داسي ، چي مجرم شکمن کس د دغي ودانې د (Shisha-Bar) يا قیلونخانې پر یوې کړکۍ باندي فیرونه کړي. په داسي حال کي، چي یوه مرمۍ د دغه قیلونخانې پر هنداره لگیدلې، خو د ورننوتو هنداره په هغه سره ماته سوې نه ده. لکه څنگه چي د شټوټګارټ ښار د پولیسو یوه ویاند وویل، په دغه پيښه کي څوک ټپي یا وژل سوی نه دی. جنايي پولیسو اوس د دغي پيښي پلټنه پرغاړه اخیستې ده.
نامعلومه انگیزه
ویل کیږي، چي د دغي پيښي انگیزه تر اوسه پوري معلومه نه ده. دا هم معلومه نه ده، چي هنداره څه وخت ویشتل سوې او خرابه سوې ده. د قیلونخانې یوه کار کونکي پرون شنبه ماپښین (د فبرورۍ ۲۲ مه) هغه ولیدل او پولیسو ته یې خبرورکړ. پلټونکي گومان کوي، چي د فیرونو پروخت په قیلونخانه کي څوک نه ؤ.
همدا تیره چهارشنبه ورځ یوه ۴۳ کلن الماني د هاناو پر یوې قیلونخانې او یوه کوچني دوکان باندي فیرونه وکړل او د خارجي ریښې درلودونکي ډیر کسان یې ورسره ووژل، چي اکثریت یې مسلمانان ول. د تراوسه پوري معلوماتو پر اساس مجرم کس ، چي خپله ۷۲ کلنه مور یې هم د ځان سره یوځای وروسته ووژله، راسیسټي او تبعیضي مفکوره درلوه او هم یې رواني تکلیف درلود.
MQ/AWA (afp, dpa)