د تل ابیب څخه ابوظبي ته د اسراییلي شرکت لمړنی پرواز
۱۳۹۹ شهریور ۱۰, دوشنبهدعربي متحده اماراتو او اسراییلو تر منځ د سولي ترغیر منتظره تړون دوې اوونی وروسته نن دوشنبه (د اګست میاشتي ۳۱ مه) به د یوه تاریخي پرواز په جریان کي د اوبظبی په هوايي میدان کي راکښته سي. په دغه سفر کي اسراییلي او امریکايی هییات هم شامل دی
فرانسوي خبري آژانس په هغه رپوت کي چي په دې ارتباط یې د تل ابیب څخه نشر کړی دی، خبر ورکړی دی، چي په دغه طیاره کي به د منځني ختیځ له پاره د دونالد ترمپ زوم او مشاور، جرد کوشنر او د اسراییلو د ملي امنیت مشاور مئر بن شبات هم عربي متحده اماراتو ته سفر وکړي.
د اسراییلي شرکت ، ال آل-EL Al الوتکه لمړنی اسراییلی طیاره ده، چي د ابوظبي په هوايي میدان کي راکښته کیږي. سربیره پردې د تل ابیب څخه اماراتو ته تلونکې دغه طیاره باید د سعودي غربستان د فضأ څخه هم تیره سي. په دې دلیل دا لمړنی طیاره هم ده، چي د سعودي له حریم څخه تیریږي.
ابوظبۍ ته د تاریخي پرواز هدف
دعربي متحده اماراتو او اسراییلو ترمنځ د سولي تړون د همکاریو مختلفي برخي لري. په دلیل ویل کیږي، چي د اسراییلو ددغو مختلفو نمایندګانو سره د ملي امنیت مشاور هم ملګرتیا کوي.
له هغې جملې څخه ویل سوي دي، چي دواړه هیوادونه به د هوانوردۍ، سیاحت ، تجارت، طبابت ، انرژۍ او امنیتي مسایلو په هکله یود بل سره همکاري وکړي. باید وویل سي، چي عربي متحده امارات دریم هیواد دی، چي تر مصر او اردون وروسته یې د اسراییلو سره د مناسباتو د عادي کولو په لار کي ګام اخیستی دی.
نیتانیاهو او د عربو سره د سولي توافق
د اسرایلو صدراعظم، بنیامین نیتانیاهو پرون یکشنبه(د اګست ماشتي ۳۰ مه) د یوه امریکايي هییات سره تر لیدني وروسته په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي د نورو عربي هیوادو سره د «پټو مذاکراتو» په اړه خبره وکړه. هغه وویل، چي د نورو عربي هیوادو سره هم د سولي د یوه توافق د رامنځته کیدو په لار کي ډیپلوماتیک کوښښونه روان دي.
نیتانیاهو همدارنګه ویلي دي، چي «فلسطینیان تر ډیره وخته پوري د اسراییلو او عربي نړی تر منځ د سولي د تړون په هکله د ویټو څخه برخه من وه او که «موږ هغوی ته منتظر پاته سوي وای، نو تر ابده پوري به منتظر پاته وای.»
په همدې حال کي د ترمپ مشاور، جرد کوشنر یوواربیا د منځني ختیځ په هکله د دونالد ترمپ له طرحي څخه دفاع وکړه او هغه یې واقع بینانه وبلله. هغه فلسطینیانو ته په خطاب کي هم وویل، چي که «د سولي د توافق له پاره تیاری لري، نو دغه چانس د هغوی له پاره هم موجود دی.»
کوشنر همدارنګه د عربي متحده اماراتو له ولیعهد، محمد بن زاید څخه توصیف وکړ، او هغه ته یې د داسي یوه رهبر خطاب وکړ، چي «اینده ښه لیدلای »سي.