د تر ټولو هسکې آسمان څکي ودانۍ جايزه به د چا شي؟
د آلمان د معمارۍ موزيم په هرو دوو کلونو کې يو ځل د نړۍ تر ټولو هسکي ودانۍ انتخابوي. د ۱۰۰ نوماند شوو برجونو له منځه ۳۱ يې سيالۍ ته لار پيدا کړېده چې ورڅخه ۵ يې فاینل ته رسيدلي دي.
لومړی مقام ګټونکي ته ۵۰ زره یورو جایزه
په فرانکفورت کې د آلمان د معمارۍ موزيم په هرو دوو کلونو کې د نړۍ تر ټولو ښه برجونه چې لوړوالی يې له سلو مترو څخه لوړ وي د سيالۍ له پاره انتخابوي. په اوسنۍ دوره کې له ټولې نړۍ څخه تر زرو ډير دا ډول برجونه انتخاب شوي چې ژيوري پلاوي د هغو له ډلې د ۱۴ هیوادونو ۳۱ برجونه د سيالۍ له پاره ټاکلي دي. د نومبر مياشتې په ۲۹مه به د کال لومړی مقام ګټونکی برج معرفي کيږي او ۵۰ زره يورو جایزه به هم ترلاسه کوي.
آسیا څخه تر ټولو ډير برجونه
په حاضر وخت کې تر ټولو ډيرې دنګۍ ودانۍ په چين کې رغول کيږي، په همدې دليل د دغه هیواد لس آسمان څکي ودانۍ سيالۍ ته وتلي دي. د آسيا څخه ۴ نورآسمان څکي هم شته. اروپا ۶، امریکا هم ۶، لاتينه امريکا (مکسيکو او کولمبيا) ۳، کويټ ۱ او له افریقا څخه (مراکش) ۱ آسمان څکی لري. انځور په لوګزامبورګ کې د اروپايي اتحاديې د محکمې ساختمان دی چې دغو سيالیو ته بریالی شوی.
په لندن کې د ستراتفورډ آسمان څکی
د لندن په «ستراتفورډ» سیمه کې په همدغه نوم دغه آسمان څکی ۱۴۲ متره لوړوالی لري. د ستراتفورډ دغه ودانۍ ۲۴۸ متفاوت آپارتمانونه لري. د دغه ساختمان نقشه د «Skidmore Owings & Merrill» په نوم مهندسي شرکت جوړه کړې ده.
سويډن - د نورا تورنن آسمان څکی
د سويډن په ستاکهلم کې د «نوراتورنن» برج/آسمان څکی ۱۰۵ متره ارتفاع لري. د دغه برج هر پوړ په يوه اوونۍ کې له تيارو جوړو کوټو څخه جوړيږي. دغه ډول ساختماني کار دې ته امکان برابروي چې له ۵ درجې څخه په ښکته سړه هوا کې چې د کانکريت اچولو امکان نه وي هم کار وشي. د نورا تورنن ودانۍ نقشه د «OMA» په نوم شرکت جوړه کړې ده.
پکن - لي زا زوهو
د چين په پلازمینه پيکينګ کې د «ليزا زوهو» ۴۷ پوړيز برج ۲۰۰ متره ارتفاع او تر ځمکې لاندې هم ۴ پوړه لري. د برج لاندې میترو تګ راتګ لري او دغه کار د دې سبب شوی چې دلته دوه جلا ساختمانانونه له يو بل سره نښتي جوړ شي. نقشه يې د «زها حديد» له خوا جوړه شوې ده.
سنګاپور - «عمودي باغچه»
د سنګاپور «عدن» (Eden) برج ۱۰۵ متره لوړوالی لري. دا د تر ټولو د لږ ارتفاع درلودونکو برجونو څخه یو دی چې سیالۍ ته يې لار موندلې ده. عدن برج، د سنګاپور د «په باغ کې د ښار» په نوم د پروژې يوه برخه هم ده. د هر پوړ په بالکن کې شنې ونې لګول شوي دي. دغه ساختمان نقشه (Heatherwick Studio) شرکت جوړه کړې ده.
فرانکفورت - «اومني تورم» (Omniturm)
د آلمان د فرانکفورت ښار «اومني تورم» ۱۹۰ متره لوړوالی لري. دغه برج چې ۴۵ پوړه لري د سوداګرۍ او هستوګنې له پاره ورڅخه استفاده کيږي، خو د هستوګنې له پاره يې يوازې د منځ ۸ پوړونه کارول کیږي. دغه ساختمان د «BIG - Bjarke Ingels Group» طراحي کړی دی.
آلمان - د هستوګنې تر ټولو لوړ برج
ګراند ټاور (Grand Tower) د آلمان په فرانکفورت ښار کې دی. ۱۸۰ متره لوړوالی او د هستوګنې ۴۱۳ آپارتمانونه لري. ګرند ټاور په ۳۲ زره متره مربع ځمکه کې جوړ شوی چې په رغولو يې ۲۵۰ ميلیونه يورې لګيدلي دي. د رغولو چارې يې په ۲۰۲۰ کال کې پای ته ورسيدې او مخامخ يې سيالۍ ته لار پیدا کړه.
ويتنام - تر ټوله دنګه ودانۍ
د «لڼدمارک ۸۱» برج ۴۶۱ متر او ۲ سانتي ارتفاع لري. دا د ويتنام او سويل ختيځې آسيا په سطحه تر ټولو دنګه ودانۍ ده. د «هوشي مين ښار» برج همدا ډول په ۲۰۱۹م کال کې د نړۍ ۱۴م تر ټولو لوړ برج هم وو. په دغه برج کې مغازې، سینما، يو هوټل او لوکس آپارتمانونه شته.
نيویارک
د نړيوالې سوداګرۍ دريم ساختمان ۳۲۹ متره لوړوالی او ۸۰ پوړه لري. دا په نيويارک کې د نړیوال سوداګريز مرکز د پنځو برجونو له ډلې څلورم دی. دا هم سيالی ته وتلی دی. نقشه يې ۸۷ کلن «ريچارد راجرز» چې بريتانوی- ايټالوی دی، جوړه کړې ده.
چین - د نړۍ د قیماربازانو برج
د چين په ماکائو کې د «ام جی ام-کوتای کازینو هوټل» په رغولو ۳ ميليارډ او ۴۵۰ ميلیونه ډالر لګيدلي دي. په پام کې وو چې دا د ټولې نړۍ د قیماربازانو تر ټولو لوی مرکز (جنت)وګرځول شي، خو کرونا دغه فرصت ورنکړ. اوس يې تر ډيره آنلاین برخه فعاله ده.
نیويارک
د نيویارک دغه برج په «دې ټاور» يا «کلچر ټاور» نومونو ياديږي. د هستوګنې له پاره جوړ دغه برج ۲۷۸ متره لوړوالی لري او ۸۸ پوړه دی. دغه برج هم د آلمان د معمارۍ موزيم سیالۍ ته لار موندلې ده. دي ټاور يا دي کلچر ودانۍ د منهاتن د يوې ۲۵ ميليارډ ډالري پروژې يوه برخه ده.