د «بلیک فاریسټ ریمبو» بالاخره ونیول شو
۱۳۹۹ تیر ۲۹, یکشنبهدغه کس چې ځان یې په پوځي یونیفورم ملبس کړی وو، د آلمان په بلیک فاریسټ ځنګلي سیمه کې، د ګزمې پر مهال څلور تنه پولیس بی وسلې کړې وو. د جولای میاشتې په ۱۱ نیټه په زوره له پولیسو څخه د وسلو اخیستلو حیرانونکې پيښه د آلمان سویلي ښار اوفن بیرګ ته نږدې د بلیک فاریسټ په ځنګلي سیمه کې رامنځته شوې وه.
آلماني رسنیو په خپلو رپوټونو کې دغه کس چې په ځنګل کې پټ شوی وو«بلیک فاریسټ ریمبو» باله.
په لسګونو پولیسو پنځه ورځې مسلسل په بلیک فاریسټ ځنګلي سیمه کې د دغه کس پسې لټون وکړ او بالاخره وتوانیدل هغه ونیسي. د دغه کس د لټون په عملیاتو کې له چورلکو څخه هم کار اخیستل شوی وو.
نیول شوی کس ۳۱ کاله عمر لري او په آلمان کې د هویت اړوند معلوماتو د پټ ساتنې قانون په اساس یې نوم پټ ساتل شوی دی. د پولیسو په حواله په ظاهره کې دا یو بې کوره کس معلومیږي. پولیسو د دغه کس د نیولو پر مهال له هغه سره موجودې یو شمیر وسلې هم ضبط کړي دي.
کله چې دغه کس ونیول شو، هغه ځان د جارو په بوټو کې پټ کړی وو. هغه د نیول کیدو پر مهال یو څه مقاومت هم وکړ، خو بالاخره پولیسو ته تسلیم شو.
د پولیسو په حواله د دغه کس مختلفې معاینې به ترسره شي، تر څو معلوم کړای شي چې آیا کومه رواني ناروغي خو نه لري؟ د دې ترڅنګ به د نوموړي د الکهول یا شرابو او نورو مخدره توکو ټیسټونه هم ترسره شي.
پولیسو د دغه کس د نیولو اړوند مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل چې د نورو وسلو ترڅنګ له هغه سره یو تبر هم وو. د نیول کیدو پر مهال د مقاومت په ترڅ کې نوموړی شخص پخپله او څو تنه پولیس هم ټپیان شوي دي. پولیسو په لوډسپيکر کې له دغه کس څخه د وسلې پر ځمکه غورځولو او تسلیمیدو غوښتنه کړې وه.
د سیمه ایز څارنوال هیرویګ شیفر، په حواله دې کس په ځنګل کې د اوسیدونکي انسان (ووډ مین) په شکل یا بڼې ځان جوړ کړی وو. تر نیول کیدو وروسته پولیس وتوانیدل هغه اپارتمان هم پيدا کړي چې دا په کې پخوا اوسیده او له دغه اپارتمان څخه یې مختلفې وسلې هم ترلاسه کړي دي.
نوموړی شخص تیر کال له دغه اپارتمان څخه وتلی وو او په ځنګل کې یې ژوند کول پيل کړی وو.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص