د بلوچانو جبري لادرکه کول، کورنۍ یې د ځواب په تمه دي
۱۳۹۹ تیر ۲۹, یکشنبهد پاکستان په لویدیځ ایالت بلوچستان کې د پریس کلب مخکې په لسګونو کسانو د خپلو لادرکه شویو عزیزانو انځورونه په لاسونو کې نیولي دي او ځواب ته منتظر دي. دغو احتجاج کونکو د خپل پلار، زامنو او یا هم میړه انځورونه په لاسونو کې نیولي او د دغو کسانو د پیدا کولو غوښتنه کوي.
داکتر دین محمد «نامعلومو کسانو» وتښتاوه، تر هغه وروسته د ۲۰۰۹م کال د جون میاشتې له ۲۸ نیټې څخه هره ورځ خلک د پریس کلب مخې ته راټولیږي. د نورو لادرکه شویو کورنیو د غړو په څیر د دین محمد خپلوان هم وایي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه چې بیلتون غوښتونکي په نښه کوي، په دې پيښه کې یې هم لاس درلود.
د کوئټه پریس کلب مخې ته په دې احتجاج کې کله ناکله د احتجاج کونکو شمیر تر ۱۰ هم کم وي، خو د دین محمد دوه لوڼې چې د دې پيښې پر مهال یې د یوه عمر لس او د بل اته کاله وه، په پرله پسې ډول دلته موجودې وې.
سمی بلوچ چې اوس ۲۱ کلنه ده د تلیفون په کرښه د رویټرز خبري آژانس ته وویل: «زمونږ په وړو وړو لاسونو کې به زمونږ د پلار انځورونه وو. اوس مونږ لویان شوي یو، خو اوس هم مونږ نه پوهیږو چې آیا زمونږ پلار ژوندی دی او که مړ؟»
کله چې هوا ډیره خرابه وي او شدیده یخني وي، نو لیدل کیږي چې بلوچانو په کراچۍ کې د پریس کلب مخې ته احتجاجي پرلت وهلی وي.
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
بلوچ یاغیان
په بلوچستان کې د څو لسیزو راهیسې له پاکستان څخه د جلا کیدو وسله وال تحریکونه جریان لري. پاکستان پر خپل پخواني رقیب هیواد هندوستان تور لګوي چې په بلوچستان کې د پاڅون کونکو ملاتړ کوي او هغوې لمسوي.
له ایران او افغانستان سره د سرحدي ایالت بلوچستان په غرونو او صحرایي سیمو کې د یوې اوږدې مودې راهیسې وسله وال مقاومت جریان لري چې کله یې شدت کم او کله هم زیاتیږي.
خو د بلوچانو د دغه دوامداره کوښښونو سربیره هم په نړیواله کچه دې موضوع ته لږه پاملرنه کیږي. دا په داسې حال کې ده چې د جون په میاشت کې د پاکستان د اسهامو پر مارکیټ د بلوچ جنګیالیو برید په نړیواله کچه د خبرونو په سرټکو کې ځای ونیوه.
په پرله پسې ډول ورکیدنه
تیر کال د پاکستان پوځ یوه بیانیه خپره کړې وه چې په هغې کې د لادرکه شویو بلوچانو له کورنیو سره غمرازي ښودل شوې وه، خو ترڅنګ یې دا هم ویل شوي وو چې شاید ډیر شمیر لادرکه شوي بلوچان د شدت پسنده ډلو سره یوځای شوي وي او «لادرکه کسان دې د حکومت په حساب کې نه اچول کیږي.»
خو د پاکستان مدني ټولنه بیا وایي چې په داسې صورت کې هم باید د دغو کسانو دوسیې ثبت او وڅیړل شي، خو حقیقت دا دی د اغیزمنو شویو کسانو کورنۍ د پولیسو په مرکزونو (تهاڼو) کې سرګردانه ګرځي او څوک یې دوسیه هم نه اخلي.
د دې ترڅنګ د پریس کلب مخې ته د ناستو کسانو پر احتجاج هم څوک غوږ نه ګروي.
آژانسونه: ش.ن/ ن. ص