رپوټ : اجباري اخراج افغانان له ګواښ سره مخامخ کوي
۱۴۰۳ اسفند ۲۹, چهارشنبهد بشري حقونو نوموړي سازمان په هغه رپوټ کې چې نن چهارشنبه، د مارچ د میاشتې پر ۱۹ مه خپور سو، ویلي چې پاکستان پر افغان مهاجرو خپل فشارونه زیات کړي تر څو یې داسي یوه هیواد ته بیرته ستنیدو ته مجبور کړي په کوم کې چې :«هغوی د طالبانو د تعقیب له ګواښ او سختو اقتصادي شرایطو سره» مخامخ کیږي.
په رپوټ کې راغلي چې د بشري حقونو مدافعین، خبریالان او د افغانستان د پخواني حکومت کارکوونکي نوموړي هیواد ته د بیرته ستنیدو په صورت کې«په ځانګړي ډول» له ګواښ سره مخامخ دي.
په دغه رپوټ کې راغلي دي:«په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسیدو وروسته، د بشري حقونو وضعیت لا پسې خطرناک سوی دی. بیرته ستنیدونکي له بیکارۍ، له کاره لوېدلي روغتیایی سیستم او بهرنیو مرستو له کمښت سره مخامخ کیږي.»
اړوند:له پاکستان څخه د افغان مهاجرو اخراج او د هغوی کړاونه
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د ۲۰۲۵ م کال د جنورۍ پر ۳۱ مه اعلان وکړ، هغه افغانان چې په دغه هېواد کې د اوسیدو رسمي اسناد نه لري، د هغو کسانو په ګډون چې د افغانستان د تابعیت کارت «ای سی سی» درلودونکي وي، باید د اسلام آباد او راولپنډي ښارونه پریږدي، که نه نو له اخراج سره به مخامخ سي. هغو مهاجرو ته چی د «پی او آر» کارتونه لري هم ویل سوي چې د جون تر ۳۰ مې پورې له پاکستان څخه ووزي.
د بشري حقونو د څار په ټولنه کې د آسیا د څانګې مشرې، الین پیرسون ویلي دي:«پاکستاني چارواکي باید ژر تر ژره، خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو له پاره د افغانانو مجبورول ودروي او هغو کسانو ته چې له اخراج سره مخامخ دي، د ځان د ساتنې فرصت ورکړي.»
پیرسون ویلي دي:«په افغانستان کې باید طالب چارواکي د بیرته ستنیدونکو افغانانو په وړاندي له هرډول غچ اخیستنې څخه ډډه وکړي او د ښځو او نجونو په وړاندي خپلې پالیسۍ بدلې کړي.»
پر افغان مهاجرو د پاکستان د پولیسو فشار
د بشري حقونو د څار ټولنې ویلي دي چی د پاکستان پولیس د مهاجرو کورونو ته ننوتلي، خلک یې وهلي ټکولي، پر خپل سر نیونې یې کړي او د هغوی د اوسیدو اسناد یې مصادره کړي دي. په رپوټ کې راغلي چې پاکستاني پوليسو په دغه هیواد کې د مهاجرو د اقامې په بدل کې د رشوت غوښتنه کړې ده.
اړوند:افغان مهاجر: په پاکستان کي که ويزه ولرې که نه ، نیول کيږي
په پاکستان کې د مهاجرو د حقونو یوې فعالې فاطمه بختیاری، ډویچه ويله ته ویلي:«دغه ځورونې ددې باعث سوي دي چې مهاجر تر روحي او رواني فشارونو لاندي راسي، ځکه چې پولیس د هغوی کورونو ته ننوزي او هغوی نیسي او اخراجوي یې.»
هغې وویل، هغه افغانان چې په افغانستان کې له ګواښ سره مخامخ ول او د مرګ او نیول کیدو له بیرې تښتیدلي دي، اوس په پاکستان کې له ترخه برخلیک سره مخامخ دي:« موږ په افغانستان کې له شکنجو او بندیگرت څخه وتښتیدو او اوس په پاکستان کې بیا هم د اخراج او د نیولو له ګواښ سره مخامخ یو.»
د بیرته ستنیدونکو له پاره د ژوند سخت شرایط
پاکستان د ۲۰۲۳ م کال له سپتمبر میاشتې راهېسې د افغان مهاجرو اخراج ډیر کړی او د ۲۰۲۴ م کال تر جنورۍ پوري یې څه د پاسه ۸۰۰ زره افغانان له دغه هیواده ایستلي او یایې هم بیرته ستنیدو ته مجبوره کړي دي. د بشری حقونو د څار ټولنې د رپوټ له مخې، د بیرته ستنیدونکو څه د پاسه ۷۰ سلنه ښځې او کوچنیان جوړوي، چې په هغو کې داسي نجونې شاملیږي چې د مکتب په عمر دي او په افغانستان کې نه سي کولای خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.
محمد الله، چې د ۲۰۲۴ م کال په فبرورۍ کې کندهار ته ستون سوی، د بشري حقونو د څار ادارې ته یې ویلي دي:«د ژوند په اړه هیڅ پوښتنه مه کوئ، دلته بریښنا او پکه نسته. دا ژوند نه دی. خیمه مو سورۍ سورۍ ده او د خیمې لاندي برخه هم لندیږي. کوچنیان مي وږي بیدیږي.»
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي، هغه ښځې او نجونې چې افغانستان ته ستنیږي، د طالبانو له خوا له وضع سوو محدودیتونو سره مخامخ کیږي او د زده کړو او کار کولو حق او د تګ راتګ آزادي نه لري.
حمیدالله، چې ۴۰ کاله یې په پاکستان کې ژوند کړی او په ۲۰۲۴ م کال کې افغانستان ته اخراج سوی، د بشري حقونو د څار ټولنې ته یې وویل:« زه پنځه لوڼې لرم چې باید ښوونځي ته تللي وای.»
«افغانستان د اجباري اخراج د هیڅ مورد له پاره امن نه دی»
دغه سازمان ویلي دي چې پاکستان د هر ډول شکنجې د منع د کنوانسیون د غړي په توګه، امکان لري د افغان مهاجرو په اخراج سره له نوموړي کنوانسیون سره له خپلو ژمنو څخه سرغړونه کړې وي.
د بشري حقونو د څار د سازمان په حواله، عرفي نړیوال حقونه هم هغو هیوادونه ته اخراج منع کوي چې پکښې اغیزمن کسان د شکنجې، ناوړه چلند او یا هم نورو بدني ګواښونو سره مخامخ وي او د پاکستان اقدامات کیدای سي ددغو نړیوالو حقونو له اصولو څخه سرغړونه وي.
نوموړي سازمان ویلي دي چې آلمان او ځیني نور هیوادونه هم، افغانستان ته د ځینو کسانو په استولو سره، هغوی له ګواښ سره مخامخ کړي دي.
د بشري حقونو د څار ادارې له يو شمير هېوادونو لکه امریکا متحده ایالاتو، آسترالیا، بریتانیا، کاناډا او نیوزیلنډ څخه غوښتي چې د «مهاجرو د بیرته ستنیدو له پاره د افغانستان نه خوندیتوب» په هکله خپل اوسنی دریځ وساتي.
پیرسون وویل:«افغانستان د هیڅ پناه غوښتونکي د اجباري اخراج له پاره امن نه دی. هغه هیوادونه چې ژمنه کړې له ګواښ سره مخامخ افغانانو ته به ځای ورکړي، باید ژر تر ژره په پاکستان کې وضعيت ته ځواب ووايي.»