د ایران په اتومي او پوځي تاسيساتو باندې د اسرائيل بريدونه
خپور شوی ۱۴۰۴ خرداد ۲۳, جمعهوروستی بدلون ۱۴۰۴ خرداد ۲۴, شنبههغه څه چي بايد په پوه سئ
- د ایران-اسرائیل شخړې زیلنسکي اندېښمن کړی
- ایران: د ماشومانو په ګډون شاوخوا ۶۰ تنه وژل شوي
- د اسرائيل دفاع وزير: که ایران حملو ته ادامه ورکړي تهران به وسوځول شي
- واټیکان پر ایران او اسرائیل د مذاکراتو غږ کړی
- ایران: دوه جنرالان وژل شوي او اتومي تاسیساتو ته زیان اوښتی
- د تهران پر مهر آباد هوايي ډګر حمله
- اسرائيلي چارواکو د دوو تنو د وژلو خبر ورکړ
دعراق حکومت یوه لوړرتبه چارواکي له ایرانه غوښتي چې د عراق په خاوره کې پر امریکايي پوځي اډو له برید ډډه وکړي
بغداد له ایرانه غوښتي چې د عراق په خاوره کې پر امریکايي پوځي اډو له برید ډډه وکړي. دغه غوښتنه د عراق یوه لوړپوړي چارواکي د ایران او اسرائیل تر منځ د شخړې له شدت په موندلو سره د سه شنبې په ورځ مطرح کړې ده.
د عراق حکومت د ایران نژدې متحد دی خو تر څنګ د امریکا متحده ایالاتو ستراتيژیک شریک هم دی. امریکا په عراق کې شاوخوا ۲۵۰۰ سرتيري لري.
د عراق دغه لوړرتبه چارواکي چې د خپل نوم له ښودلې ډډه کړې د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «غوښتنه شوې. هغوی موږ ته مثبت ډاډ راکړ.» دغه عراقي چارواکي زیاته کړې چې تهران ېې د غوښتنې په مقابل کې تفاهم ښودلی دی.
د ایران-اسرائیل شخړې زیلنسکي اندېښمن کړی
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکی د شنبې په ورځ وویل هغه هيله مند دی چې د اسرائيل او ایران تر منځ د شخړې له ډېرېدو سره پر کیف پوځي مرستې کمې نشي.
هغه د اسرائیل او ایران ترمنځ شوو حملو ته په اشاره ویلي: «موږ اوکراین سره د مرستو ته هیله مند یو نه دا چې له دې کبله دې کمې شي.»
زیلنسکي په یوه اعلامیه کې چې د شنبې په ورځ خپره شوې دا هم ويلي چې د امریکا متحده ایالاتو پرته له اوکراین سره اروپايي مرستې «دریږي.» هغه ويلي: «د لیوالتیا ائتلاف د درېدو په حال کې دی» چې موخه یې د اوکراین هغه متحدین چې امریکا متحده ایالات په کې نه راځي. دغه وضعیت ښیي چې اروپا تر اوسه دا تصمیم نه دی نیولی که امریکا دلته نه وي دوی به په خپله له اوکراین سره څه کوي.»
ایران: د ماشومانو په ګډون شاوخوا ۶۰ تنه وژل شوي
خبري آژانسونه د ایران دولتي تلویزیون له قوله ويلي په پلازمینه تهران کې د هستوګنې پر یو شمیر ودانیو په حمله کې شاوخوا ۶۰ کسان وژل شوي چې ۲۰ ېې ماشومان دي.
د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د اسرائيل دفاع وزير، یسرائيل کتس، د شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې «تهران به په اور کې وسوځي» که چېرته ایران پر اسرائيل نور توغندي وتوغوي. دواړو خواو نن د دوهمې ورځې له پاره پر یو بل توغندي وار کړي دي. کتس په یوه اعلامیه کې ويلي: «د ایران دیکتاتور د ایران اتباع یرغمل کړي... په ځانګړې توګه د تهران اوسېدونکي به... ېې درنه بیه پرې کړي.» هغه زیاته کړې: «که چېرته (آیت الله علي) خامنه یې د اسرائيل داخلي جبهو پر لور د توغندیو توغولو ته ادامه ورکړي، تهران به وسوځول شي.»
واټیکان پر ایران او اسرائیل د مذاکرتو غږ کړی - د ایران او اسرائيل له لورې پر یو بل د شنبې ورځې توغندیزو حملو وروسته، پاپ لیو پر ایراني او اسرائيلي چارواکو غږ کړې چې له «عقل» څخه کار واخلي او مذاکرې ته ېې رابللي دي.د کاتولیکانو مشر د واټیکان په سن پيترو کلیسا کې حاضرینو ته په وینا کې وویل چې هغه په «لوېې اندېښنې» سره وضعیت تعقیبوي. آلمان او فرانسې هم پر دواړو ښکېلو خواو غږ کړې چې له زغم څخه کار واخلي.
ایران: دوه جنرالان وژل شوي او اتومي تاسیساتو ته زیان اوښتی
د ایران دولتي خبري آژانس د شنبې په ورځ وویل چې د اسرائیل په حملو کې د ایران د وسله والو ځواکونو دوه جنرالان وژل شوي دي.
روښانه نه ده چې دغه دوه جنرالان کله وژل شوي خو ایران ېې د وژنې رسمي اعلان د شنبې په ورځ وکړ.
ایران د شنبې په ورځ ومنله چې د فردو اټومي تاسیساتو ته ېې قسمي زیان اوښتی دی. د ایران ایسنا خبري آژانس په حواله، د دغه هېواد د اټومي انرژي سازمان ویاند، بهروز کمالوندي، وويل: «د فردو د غني سازۍ په ساحه کې ځينې جزوي ويجاړۍ رامنځ ته شوي.» کمالوندی زیاته کړې: «موږ د مخه د مهمو تجهیزاتو برخه او وسایل له سیمې ایستلي وو او د پراخې ویجاړۍ یا ککړتیا کومه اندېښنه نشته.»
اسرائیل: پر ایران مو حملې ادامه لري
د اسرائیل پوځ د شنبې په ورځ وویل چې پر ایران ېې خپلو حملو ته ادامه ورکړې. د اسرائیل پوځ پر اکس شبکه د یوې ويډيو په خپرولو سره ويلي چې هوايي ځواکونو ېې پر ایران له ځمکې څخه ځمکې ته د لسونو توغندويو دستګاوې توغولي دي. خو دا چې د اسرائیل په دغو حملو کې کوم اهداف په نخښه شوي په سملاسي توګه روښانه نه دي.
ایراني رسنیو په پلازمینه تهران کې واقع د مهرآباد په هوايي اډه کې د چاودونو او اورلګېدنې رپوټونه ورکړي دي.
فارس نیوز پر اکس شبکه ېوه ويډیو خپره کړې چې ښيي لوږی آسمان لوري ته پورته کيږي او ورسره ېې لیکلي چې دوه توغندي د مهراباد هوايي ډګر په سیمه کې لګېدلي دي.
په تهران کې د فرانسې خبري آژانس یوه خبریال هم ویلی چې د شنبې په سهار وختي په تهران کې د مهرآباد هوايي اډې څخه لوږی پورته کیدو. د ایران مهر خبري آژانس هم په سیمه کې د یوې «چاودنې» رپوټ ورکړی دی.
مهرآباد، په پلازمینه کې د ایران یو له مهمو هوايي اډو څخه دی چې پکې د جنګي جیت او ترانسپورټي الوتکو په ګډون پوځي تجهیزات موجود دي.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو پر اکس شبکه د دوو ایراني ډرونونو د نسکورېدو خبره کړې ده. رپوټونه وايي چې د ایران او اسرائيل تر منځ د رامنځ ته شوي نوي کړکيچ د نفتو د بېې د لوړېدو اندېښنې راپورته کړي دي.
اسرائيل په ټوله نړۍ کې خپل سفارتونه او قونسلګرۍ تړلي
اسرائيل پر ایران باندې تر بريدونو وروسته په ټوله نړۍ کې خپل سفارتونه او قونسلګرۍ تړلي دي.
د اسرائيل د بهرنيو چار وزارت د دیپلوماتيکي ماموريتونو پر انترنت پاڼو باندې په خپرو شويو پيغامونو کې د هېواده دباندې پر میشتو اسرائيلي وګړو غږ کړی دی چې په عامه محضر کې د اسرائيلي او يا یهودي سمبولونو له ښکاره کولو ډډه وکړي.
په برلين کې د اسرائيل د سفارت پر ويب پاڼه نشر شوې اعلاميه کې راغلي: «په ټوله نړۍ کې به د اسرائيل ديپلوماتيکي ماموريتونه تړلي وي او قونسلي خدمات به نه وړاندې کيږي.»
دا چې دا سفارتونه او قونسلګرۍ به کله پرانیستل شي، په دې اړه څه نه دي ويل شوي.
په بهرنيو هېوادونو کې له میشتو اسرائيلي وګړو څخه دا غوښتنه هم شوې ده چې خپل د اوسيدو ځای د بهرنیو چارو له وزارت سره ثبت کړي.
د اسرائيل پوځ وايي «اوږدو» عملياتو ته چمتوالی نیسي
د اسرائيل د دفاعي ځواکونو وياند افي دفرين، د جمعې په ورځ د يوه مطبوعاتي کنفرانس پر وخت وویل چې پر ایران باندې د اسرائيل بريدونه دوام لري.
دفرين، وويل: «نړۍ کلونه کلونه هڅه وکړه چې ایران د اتومي وسلو له جوړولو منع کړي خو دوی له توافق ډډه کوله.»
دفرين، د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ د هغه څرګندونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې چې وايي د اسرائيل نور بريدونه به «لا بې رحمانه» وي، وويل چې اسرائيل د ایران پر وړاندې د عملياتو خپل «تدريجي» پروګرامونه تعقيبوي.
د اسرائيل د پوځ وياند د عملياتو د مودې په اړه وويل چې دا هېواد ځان «اوږدو» عملياتو ته چمتو کوي.
د افغانستان د سياسي څېرو غبرګونونه
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، هم پر ایران باندې د اسرائيل بريد غندلی دی.
کرزي، د ايکس پخپله پاڼه کې ليکلي: «ایران ښه ګاونډی او له افغانستان سره د تاريخي او کلتوري مشترکاتو درلودونکی هېواد دی چې تل یې د تحولاتو په ترڅ کې زموږ د خلکو ملاتړ او د هغوی بدرګه کړې ده.»
د افغانستان دغه پخواني ولسمشر وويل: «نړۍ نن د بل هر وخت څخه ډېره سولې او آرامتيا ته اړتيا لري او د نړۍ وګړي په بې صبرۍ سره د دنيا په هره برخه کې د جنګ د لمبو د خاموشه کيدو غوښتنونکي دي.»
کرزي، ټينګار وکړ چې د افغانستان خلک چې پخپله هم د جګړې له لاسه کړيدلي دي، د هغې د ويجاړونکو بعدونو په درک کولو سره، په سيمه کې جګړه د «ټولو په زيان» ګڼي.
حامد کرزي، د ټولو نړيوالو هېوادونو له لوري امنيت او نړيوالو قوانينو ته د درناوي غوښتنه وکړه.
د افغانستان د پخواني حکومت اجرائيوي رئيس عبدالله عبدالله، هم پر ایران باندې د اسرائيل برید ته غبرګون ښوولی او هغه یې غندلی دی.
نوموړي د ايکس په شبکه کې ليکلي: «له نړيوالو بنسټونو، د اسلامي همکارۍ سازمان او د نړۍ له آزادو هېوادونو غواړم چې د بې پریتوب او خاموشۍ له دریځه را ووځي او د دې څرګندو تیريو پر وړاندې واضح او پريکنده دريځ غوره کړي
میرڅ وايي د ایران د برید په هکله نتانیاهو ورسره اړیکه نیولې وه
د آلمان صدراعظم فريدرش میرڅ، د جمعې پر سهار وويل چې د اسرائيل لومړي وزير بنيامن نتانياهو، نوموړی پر ایران باندې د اسرائيل د بريدونو په اړه د تليفوني تماس له لارې خبر کړ.
د آلمان د ډېر شپیګل مجلې په حواله دا تليفوني تماس تر بريد د مخه نيول شوی وو. خو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې د دواړو مشرانو ترمنځ خبرې اترې پر ایران د اسرائيل د بريد د مخه او که وروستې شوي دي.
میرڅ، د بريد په اړه وویل: «د آلمان حکومت له کلونو راهېسې د ایران د اتومي وسلو د پروګرام په اړه اندیښنه څرګندوي.» د نوموړي په خبره د تهران اتومي پروګرام د «ټولې سيمې له پاره او په ځانګړي توګه د اسرائيل له پاره يو خطر دی.»
نوموړي له ټولو ښکيلو اړخونو څخه غوښتنه وکړه چې له داسې اقداماتو دې ډډه وکړي چې وضعيت لا پسې ترینګلی کړي او يا سيمه بې ثباته کړي.
میرڅ، وویل چې آلمان له ټولو سفارتي سرچینو سره د منځګړيتوب له پاره چمتو دی.
په دې منځ کې د آلمان د بهرنيو چارو وزیر يوهان واډېفول، د منځني خیتځ خپل سفر پېل کړی دی. نوموړي چې له مصر څخه خپل سفر پیل کړ، وويل چې «دا ټول پرمختګونه ډېر د انديښنې وړ دي.»
د نوموړي په حواله د سفر يوه موخه یې «د ایران د اتومي وړتياو د لا پراختيا مخه نيول دي.» واډېفول، هم پر ټولو ښکيلو اړخونو د زغم څخه د کار اخیستو غږ وکړ.
په پام کې نیول شوې ده چې نوموړی به لبنان، اردن او اسرائيل ته هم سفر وکړي خو د اسرائيل او ایران ترمنځ دا تازه ترينګلتيا د نوموړي د سفر پلان اغیزمنولی شي.
ترمپ ایران ته د اسرائيل د لا «بې رحمو بریدونو» خبرداری ورکړی
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، ایران ته خبرداری ورکړی دی چې پر دغه هېواد باندې د «د اسرائيل لا ډېر بې رحمه بریدونه لا دمخه پلان شوي دي.»
نوموړي د جمعې پر سهار د ټولنیزو رسنيو پر خپل پليټفارم سوشل تروت باندې د يوه پوست له لارې ويلي چې ایراني چارواکو ته یې په «کلکو ټکو» کې ويلي چې «اتومي پروګرام پر سر له متحدو ايالاو سره دې تړون» وکړي او دا چې «ځيني کلک دريځي ایرانيان» به ورسره موافق نه وي.»
اړونده موضوع:طالبانو پر ايران باندې د اسرائيل بريد غندلی دی
ترمپ، وويل: «هغه ټول اوس مړه دي او [وضعيت] به يوازې لا پسې خراب شي.» نوموړي وويل چې اسرائيل د پام وړ شمیر امريکايي وسلو ته لاس رسۍ لري چې نوموړي د نړۍ د «بهترينو او وژونکو پوځي تجهیزاتو په توګه ياد کړل چې نور به پکې هم ور اضافه شي.»
نوموړي پر تهران «د يوې معاملې د کولو» غږ وکړ له هغه مخکې چې هیڅ هم پاتې نه شي.... نور مرګونه نه، نه ويجاړي نه، همداسې وکړئ له مخکې چې ډېر ناوخته شي.»
تر دې دمخه متحده ايالاتو ویلي ول چې د اسرائيل د بريدونو په اړه وار د مخه خبر وو خو ټینګار کوي چې په دې بريدونو کې دخیل نه دي.
رسنۍ: پر ایران باندې د اسرائیلو تازه بریدونه
د ایران څخه رسېدلي رپوټونه وايي چې اسرائيل پر دغه هېواد باندې تازه بريدونه کړي دي. اسرائيل نن، جمعه سهار وختي په ایران کې يو شمیر پوځي هدفونه او اتومي تاسیاست په نخښه کړي ول.
سيمه ایزو رسنيو رپوټ ورکړی دی چې د ایران د شمال لویدیځ ښار د تبریز پر هوايي ډګر باندې د اسرائيل هوايي بريد د اورلګېدنې سبب شوی دی.
د ایران په شیزار او نطنز ښارونو کې پر اتومي تاسيساتو باندې د بریدونو خبرونه هم ورکړل شوي دي.
طالبانو پر ايران باندې د اسرائيل بريد غندلی دی
په افغانستان کې د طالبانو ادارې او د افغانستان يو شمير سیاسي شخصيتونو د ایران پر پوځي او اتومي اهدافو باندې د اسرائيل بريدونه ته غبرګون ښوولی دی.
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد، د ټولنیزو رسنيو د ايکس شبکې له لارې په خپره شوې يوه اعلاميه کې وويل: «له بده مرغه دا ډول کړنې چې تاوتريخوالی زياتوي، د سيمې وضعيت یې لا پسې کړکيچن او اندیښمن کړی دی.»
اړونده موضوع: پر ایران د اسرائيل بريدونه: د پاسداران انقلاب عمومي قومندان وژل شوی
اسرائيل د جمعې پر سهار د ایران په مختلفو برخو کې هوايي بريدونه ترسره کړل چې د لومړيو رپوټونو په حواله پکې د ایران دوه لوړپوړي پوځي چارواکي او شپږ اتومي ساينس پوهان وژل شوي دي.
د طالبانو په اعلامیه کې زياته شوې ده چې ټول اړخونه باید مسئوليت ومني: «اسلامي امارت له ټولو ذيدخلو اړخونو څخه غواړي چې د خپلې ټاکل شوې دندې له مخې چې د منطقې ثبات او امنیت ساتل دي، دې موضوع ته د رسېدګې په کولو سره په سيمه کې د ناامنۍ او بې ثباتۍ د پراخیدو مخه ونيسي.»
د اسرائيل په بريد کې ۶ اتومي ساينس پوهان وژل شوي
د ایران د سيمه ایزو رسنيو په حواله پر ايران باندې د اسرائيل د جمعې د سهار په بريد کې لږ تر لږه ۶ ايراني اتومي ساينس پوهان وژل شوي دي.
د ایران دولتي خبري آژانس «تسنيم» په حواله په دې برید کې د «عبدالحامد منوچهر، احمد رضا ذوالفقار، امير حسين فقهي، مطلب زاده، محمد مهدي تهرانچي او فريدون عباسي «شهيدان» شوي دي.
د فرانسې د خبري آژانس په حواله تهرانچي، د ايران د آزاد اسلامي پوهنتون او عباسي، د ایران د اتومي انرژۍ د سازمان پخوانی مشر وو.
اسرائيل ويلي دي چې په بريدونو کې یې دقيقاً د ایران اتومي تاسيسات په نخښه کړي څو د دې مخه ونيوله شي چې تهران اتومي وسلې په لاس راوړي. اسرائيل ادعا کوي چې د ايران اتومي وسلې د دغه هېواد شتون ته ګواښ پيښوي.
چين د ایران پر حاکميت «تیری» غندلی او وايي «رغنده نقش» لوبولو ته چمتو دی
د چين د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وويل چې پيکنګ د اسرائيل له لوري د ایران حاکميت، هغه څه چې دغه هېواد یې «تیري» بولي غندي او ویل شوي چې «د هغو جدي پایلو په اړه ژوره اندیښنه لري چې دغه عمليات یې سبب کيدلای شي.»
د چين د بهرنيو چار وزارت وياند لين ژيان، پر اړوندو اړخونو غږ وکړ چې «داسې اقدامات دې وکړي چې په سيمه کې سولې او ثبات ته وده ورکړي او د ترینګلتياو د لا پراخيدو څخه دې ډډه وکړي.»
د ملګرو ملتونو له لوري د بریدونو غندنه
د ملګرو ملتونو عمومی منشي انتونیو ګوتېرش، په منځني ختیځ کې د «زيات نه زيات زغم» څخه د کار اخیستو غوښتنه کړې او د ایران پر اتومي تاسيساتو باندې یې د اسرائيل بريد غندلی دی.
د ګوتېرش، يوه ویاند وويل چې هغه «په ځانګړي توګه په ایران کې پر اتومي تاسيسات باندې د اسرائيل د بريد په اړه اندیښمن دی او دا په داسې حال کې ده چې د ایران او مريکا ترمنځ د اتومي پروګرام په اړه خبرې اترې روانې دي.»
وياند زياته کړې چې «عمومي منشي له دواړو اړخونو د ډېر زغم څخه د کار اخیستو غوښتنه کوي او باید په هر قيمت د دې شخړې د ژورېدو او له داسې وضعيت څخه ډډه وشي چې ښايي سيمه یې ونه زغملی شي.»
امريکا څه ويلي؟
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، له فاکس نيوز امریکايۍ رسنۍ سره د دې حملو په اړه د خبرو په ترڅ کې وويل چې د اسرائيل له پلان څخه خبر وو خو امريکا په دې عملياتو کې هيڅ نقش نه دی لرلی.
نوموړي پر دې خبره ټينګار وکړ چې دی تمه لري ایران به د اتومي پروګرام د درولو په موخه له امريکا سره مذاکرات جاري وساتي.
هغه وويل: «ایران اتومي بم نه شي درلودلی او موږ د خبرو اترو میز ته د راستنېدو تمه لرو. موږ به وګورو.»
هغه وويل چې د ایران «مشرتابه کې ډېر داسې خلک شته چې بیرته به را نه شي.» امريکا هم دا خبره تائيد کړې ده چې د اسرائيل په بریدونو کې يو شمیر ایراني مشران وژل شوي دي.
ترمپ، وويل چې ادارې یې تر بريد مخکې په منځني ختیځ کې له خپل مهم متحد سره اړيکه نیولې وه څو هغوی ته هم خبر ورکړل شي. خو دا چې دا کوم هېواد وو ترمپ، یې په اړه څه ونه ویل.