د ایران د ولسمشر ورور د استیناف غوښتنه کوي
۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۵, یکشنبهد ایران دولتي خبري آژانس «ايرنا» د شنبې په ورځ (د اپریل میاشتې ۴) وویل چې د ولسمشر حسن روحاني ورور او د هغه نږدې ملګري حسين فریدونه ته سزا اورول شوې ده.
پر هغه د مالي فساد تورونه لګول شوي، خو دا لا معلومه نه ده چې هغه په کوم ډول فساد کې پر لاس درلودلو او څومره سزا محکوم شوی دی.
ارنا د محکمې د سرچينو په حواله لیکلي دي: «پر دغه شخص (حسین فریدون) لګول شوي یو شمیر تورونه ثابت نه شول، خو ځینې یي ثابت شوي دي چې له امله یي هغه ته سزا هم اورول شوې ده.»
د ایران د ولسمشر حسن روحاني پلویانو بیا ویلي دي چې په ۲۰۱۶م کال کې پر فریدون لګول شوي تورونه د سیاسي ملحوظاتو پر بنسټ لګول شوي دي.
حسین فریدون ویلي دي چې په واقعیت کې پر ده د لګول شویو تورونو کې د لاس نه درلودلو په دليل او د یوه عادلانه حکم د صادریدو په هیله به، د خپلې بی ګناهۍ د ثابتولو له پاره د تجدید نظر د محکمې غوښتنه وکړي.
د فارس خبري آژانس د شنبې په ورځ د حکومت د قضایي کړیو په حواله د ولسمشر حسن روحاني ورور حسین فریدون له پاره د حبس سزا د حکم صادریدو خبر ورکړی وو.
ینیوک دارکو/ ش.ن/ ا. ا