د ایران د حکومت سخت مخالف، مارک روبیو د امریکا خارجه وزیر سو
۱۴۰۳ بهمن ۲, سهشنبهد امریکا د سنا مجلس د دونالډترمپ د ولسمشرۍ د دوهمې دورې په لومړۍ ورځ ، د رایو په اتفاق سره ، مارک روبیو ددغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر په توگه تائید کړ.
په دې ډول د فلوریدا جمهوري غوښتونکی سناتور، مارک روبیو دترمپ د پیشنهادي کابینې لومړنی غړی دی چی وې کولای سول د دوشنبه په ورځ ( ۲۰۱۵ م کال د جنورۍ ۲۰) د سنا تائید په لاس راوړي.
په ۹۹ موافقو رایو سره، د نوي بهرنیو چارو د وزیر په توگه دروبیو تائید پرته له هیڅ ډول مخالفې رایې سره په سنا کي ترسره سو.
د آیووا له ایالت څخه، جمهوري غوښتونکي سناتور چاک گراسلی د نوموړي ناستې په پیل کي روبیو، یو "هوښیار سړی" وباله چي "د امریکا له بهرنۍ پالیسۍ څخه د پام وړ پوهه لري."
د بهرنیو اړیکو کمېټې له اصلي غونډي څو ساعته مخکي، سنا هم په ۲۲ موافقو رایو سره د هیڅ ډول مخالفې رایې په وړاندي، هغه ته د نوي بهرنیو چارو د وزیر په توگه د باور رایه ورکړې وه.
اړوند:امریکا: نړۍ باید د ایران پر وړاندې د «حد اکثر فشار» سیاست اختیار کړي
روبیو د ایران پر ضد د سخت دریځ په درلودو سره مشهور دی او د اسرائیل له ملاتړ کوونکو څخه شمیرل کیږي. هغه همدارنگه د چین له سختو منتقدینو څخه هم بلل کیږي.
د کابینې د وزیرانو د تائید له پاره د سنا غونډه د معمول له مخې، د نوي ولسمشر د لوړې له مراسمو سمدستي وروسته جوړه سوه.
د ترمپ د ولسمشرۍ په مخکینۍ دوره کي، سنا په لومړۍ ورځ، د هغه له خوا پیشنهاد سوي د دفاع او داخلي امنیت وزیران تائید کړي ول.
تمه کیږي چي دټرمپ په دوهمه دوره کې به د دفاع وزیر په توګه د متحده ایالاتو د پوځ باتجربه سرتیری او د فاکس نیوز ویاند پیټ هیګسټ په ګډون د نورو کاندیدانو تائید هم د رواني اونۍ په ترڅ کي ترسره سي.