کابل ته د عراقچي سفر او له اميرخان متقي سره ېې کتنه
۱۴۰۳ بهمن ۷, یکشنبهدوهم تعقیب
د طالبانو د حکومت یوه ویاند حمدالله فطرت ويلي چې عراقچي د طالبانو له رئيس الاوزرا ملا محمد حسن آخوند سره هم کتلي دي.
فطرت پر اکس شبکه د دغې ناستې انځورنه خپاره کړي او د عراقچي له قوله ېې ليکلي چې هغه وویل: «ايران هېڅکله د افغانستان په داخلي سیاست کې د مداخلې نيت نه لري او د اوبو ستونزې د حل لپاره يې د افغانستان او ايران ترمنځ په بشپړ ډول د هلمند د سیند د اوبو تړون د تطبيق غوښتنه وکړه.»
د فطرت په خبره، د طالبانو رئيس الوزرا د ایران خارجه وزیر ته د اوبو مسئلې په تړاو ويلي چې «افغانستان هيڅکله ايران ته د ضرر رسولو هوډ نه لري او په دې برخه کې د ښه نيت پر اساس تعامل کوي.» طالبانو ويلي چې په دغه ناسته کې د ایراني چارواکو له خوا د افغان کډوالو زورونو ته هم اشاره وشوه او وغوښتل شول چې له هغوی سره د «ښه ګاونډیو پر اساس د مهربانۍ له مخې چلند وشي.»
عباس عراقچي تر ټولو لوړپوړی ایرانی چارواکی دی چې پرافغانستان د طالبانو په واکمنۍکې کابل ته سفر کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر خپلې اکس پاڼې د یو پيغام په خپرولو ويلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، له خپل مل پلاوي سره نن یکشنبه (د ۲۰۲۵م کال د جنوري ۲۶مه) کابل ته ورسېد.
د دغه وزارت یوه ویاند، حافظ ضیا احمد تکل، پر اکس شبکه کابل ته د ایراني پلاوي د رسیدو ويډيو خپره کړې چې ښيي طالب چارواکي ېې هرکلی کوي.
ورته نور ولولئ: د تهران عالي محکمې مخې ته دوه لوړپوړي ایراني قاضیان وژل شوي
تکل له دغې ويډيو سره لیکلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي «په بهرنیو چارو وزارت کې د خپل ایراني سیال ښاغلي سید عباس عراقچي او ورسره پلاوي سره ناسته کړې» او نور جزئيات به وروسته له رسنیو سره شريک شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ضیا احمد تکل بیا ليکلي دواړو لورو تر منځ خبرې اترې پيل شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي پر اکس ليکلي چې کابل ته د ایران د بهرنو چارو وزیر سفر «د ګاونډيتوب سیاست په چوکات او د ګډو علایقو او اندېښنو په تړاو د تعامل او لارو چارو د موندلو له لارې د ایران د ملي ګټو د تعقيبولو له پاره شوی دی.»
د بقایي د پيغام په یوه برخه کې راغلي: «دغه سفر کېدای شي د دوو ملتونو د ګڼو مشترکاتو څخه د ګټې اخیستنې او د دواړو هېوادونو د متقابلو ګټو د تامین له پاره د عطف یوه نقطه وي.»
ورته نور ولولئ: طالبان: ایران ۱۵۰۰ بندیان افغانستان ته انتقالوي
عباس عراقچي د ایران تر ټولو لوړپوړی چارواکی دی چې د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې افغانستان ته سفر کوي. له هغه سره په دغه سفر کې یو اقتصادي او سوداګریز پلاوي هم مل دی.
په کابل کې د ایران سفارت د پنجشنبې په ورځ پر خپلې اکس شبکه د یو لنډ پیغام په خپرولو سره په لنډ وخت کې کابل ته د عراقچي له سفره خبر ورکړی و.
ایران هم د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پيژندلی، خو د طالبانو له ادارې سره نژدې اړيکي لري. ایران د افغانستان سفارت او قونسلګري د طالبانو ادارې ته سپارلې او د دغې ډلې ديپلوماتان ېې منلي دي.
ورته نور ولولئ: د ایران د حکومت سخت مخالف، مارک روبیو، د امریکا خارجه وزیر سو
کابل ته د عراقچي سفر په داسې یو وخت کې کیږي چې له ایران څخه د افغان مهاجرو پراخ اخراجونه ادامه لري. د یو مرستندویه سازمان د تازه رپوټ پر اساس، تهران په ورځ کې شاوخوا درې زره افغان مهاجر له خپلې خاورې بیرته افغانستان ته اخراجوي.