د ایران او اسرائیل متقابل بریدونه ادامه لري
۱۴۰۴ خرداد ۲۶, دوشنبهد اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو، د یوې وینا په خپرولو سره د "پر پښو دریدلي زمري عملیاتو" په نوم پر ایران باندي پوځي عملیات پیل کړل؛ د هغو پوځي عملیانو هدف چی اسرائیل اعلان کړي دي، د اسرائیل د نابودۍ له پاره د ایران د گواښونو له منځه وړل دي. اسرائیل همدارنگه ویلي دي چې د ایران اقداماتو د ان پي ټي نړیوال تړون کمزوری کړی او د سیمه ایز او نړیوال امنیت او ثبات له پاره گواښ دی. دغه بریدونه د نړیوالې اټومي ادارې د مشرانو په شورا کې د ایران په وړاندي د یوه پریکړه لیک له صادرولو وروسته پیل سول.
اړوند:ایران: خلک کولی شي په جوماتونو، ښوونځیو او ریل ګاډو سټیشنونو کې پناه واخلي
د اسرائیل د دفاع وزیر: د ایران ډیکتاتور په یوه بُزدل قاتل اوښتی دی
په وروستیو ساعتونو کې پر اسرائیل باندي د ایران له توغندیزو بریدونو په تعقیب، د اسرائیل د دفاع وزیر، اسرائیل کاتڅ، د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د جون ۱۶ مه) خبرداری ورکړ چې د تهران خلک به پر«ملکي اسرائیلي وگړو د ایراني بریدونو بیه» ورکړي.
کاتڅ، په خپل تلیگرام کانال کې ولیکل:«د تهران مستبد ډیکټاتور په یوه بُزدل قاتل اوښتی دی چې په قصدي ډول د اسرائیل پر ملکي استوگنځایونو بریدونه کوي تر څو د اسرائیلي پوځ له خوا د هغو بریدونو د دوام مخه ونیسي چې د هغه وړتیاوې یې فلج کړې دي.»
هغه زیاته کړه: "د تهران خلک به ډېر ژر د هغه بیه ورکړي."
د شپې له خوا د اسرائیل پر مرکزي سیمو د ایران په توغندیز برید کې ۵ تنه وژل سوي
داسرائیل د مرستې او ژغورنې د سازمان د اعلان له مخې، د "پتخ تیکوا" په ښار کې د یوې لوړپوړې ودانۍ په ویجاړیو کې د پلټنې پر مهال وروستی قرباني وموندل سو. دغه ودانۍ د برید په ترڅ کې سخته زیانمنه سوې وه.
نورو درې تنو هم په همدغه ځای کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. د "بنی براک" په سیمه کې هم یو سړی وژل سوی دی. پر دغه سیمه د یوه توغندي لگیدل پراخې ویجاړۍ رامنځته کړي دي.
د اسرائیل د مرستې او ژغورنې سازمان همدارنگه روغتون ته د ۹۲ کسانو له انتقال څخه هم خبر ورکړی چې ډیرو یې سرسري ټپونه درلودل.
د ایران د روغتیا وزارت ویاند د وروستیو بریدونو د قربانیانو شمیر ۲۲۴ تنه اعلان کړ
د ایران د روغتیا وزارت ویاند، حسین کرمانپور د جمعې له ورځې راهیسې د اسرائیل د بریدونو له امله د وژل سوو او ټپي سویو کسانو مجموعي شمیر ۱۴۸۱ تنه اعلان کړ.
نوموړي د وژل سویو کسانو په ډله کې د اسلامي جمهوریت د پوځي او امنیتي چارواکو شمیر ۱۰ سلنه اعلان کړی دی.
د اسرائیل او ایران ترمنځ د نښتو د پیل له ورځې راهیسې، په ایران کې د اسلامي جمهوریت بڼسټونو او رسنیو د وژل سویو او ټپي سویو کسانو په اړه بیلابیل او متضاد ارقام اعلان کړي دي.
ډویچه ویله هم د روغتیا د وزارت له خوا د اعلان سوو ارقامو د تأییدولو امکانات نه لري.