د پاکستان خارجه وزير ايران ته ولاړ
۱۳۹۸ دی ۲۲, یکشنبهوروسته له هغې چې په بغداد کې ايرانی جنرال قاسم سليماني د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې ووژل شو او بيا ايران په عراق کې د امريکا پر دوو پوځي اډو باندې توغندويزې حملې وکړې، په سيمه کې وضعيت تر ډیره کړکيچن شو. په دې منځ کې يوه اوکراينۍ مساپر وړونکې الوتکه هم د ايران له خوا په «تيروتنې» وویشتل شوه چې په کې سپاره ټول ۱۷۶ کسان ووژل شول.
پاکستان له يوې خوا د ايران ګاونډی دی او له بلې خوا د امريکا متحده ايالاتو له متحد هیواد سعودي عربستان سره يې اقتصادي ګټي شريکي دي. اوسمهال د پاکستان څه باندې دوه نيم ميليونه اتباع په سعودي عربستان کې ميشت دي چې پر سوداګريزو چارو او کاروبار لګيا دي. پاکستان غواړي دغو دواړو هيوادونو سره د اړيکو توازن وساتي. تيرکال د سعودي عربستان د تيلو پر تاسيساتو تر توغندويزو حملو وروسته، د ایران او سعودي عربستان تر منځ اړيکې ډيرې خرابې شوې. که څه هم د هغو حملو مسئوليت په يمن کې ايران پلوه حوثي ډلې پر غاړه واخيستې، خو سعودي عربستان ادعا کوله چې په دغو حملو کې د ايران لاس دی. د پاکستان لومړي وزير عمران خان هغه وخت د دواړو هیوادونو تر منځ د وضعيت د ښه کيدو او په سيمه کې د ډاډمنې فضا د رامنځ ته کيدو په موخه تهران او رياض ته تللی وو.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې اعلاميه کې راغلي دي: «د اوسنيو پيښو څخه د مخه راولاړو شوو ستونزو، د سيمې امنيتي وضعيت په نهايي توګه له خطر سره مخ کړی دی. د دغه وضعيت سوليز حل ته د دې اړتيا ليدل کيږي چې ورته ګډې هڅې وشي.»
په دغه اعلاميه کې زیاته شوې چې د پاکستان لومړي وزير شاه محمود قریشي له خوا به ايراني چارواکو ته ډاډ ورکړل شي چې «پاکستان د سياسي او سفارتي سرچينو له لارې د ستونزو د هواري په برخه کې هر ډول مرستو ته تیار دی.»
قریشي نن يکشنبه د جنوري ۱۲مه، له خپل ايراني سيال محمد جواد قريشي سره ويني او تر هغې وروسته به د دوشنبې په ورځ (د جنوري ۱۳مه) په رياض کې د سعودي عربستان د بهرنيو چارو له وزير فيصل بن فرحان السعود سره وګوري.
آژانسونه/م.ک.ص/ن.ص