د اوکراین جگړه؛ پوتین په می میاشت کي ۳ ورځنی اوربند اعلان کړ
۱۴۰۴ اردیبهشت ۹, سهشنبهکریملن اعلان وکړ چي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ، په دوهمه نړیواله جگړه کي د بري له ورځې څخه د لمانځلو په مناسبت، د اوکراین پر وړاندي جگړه کي د درې ورځني اوربند امر صادر کړی دی.
کریملن اعلان کړی دی چي دغه اوربند چي «د بشردوستانه ملاحضاتو پر بڼسټ» وضع کیږي، د می د اتمې له نیمې شپې څخه پیل او د می د ۱۱ می په نیمه شپه پای ته رسیږي.
کریملن زیاتوي: «روسیه په دې باور ده چي د اوکراین خوا باید هم دغه بیلگله تعقیب کړي. د اوکرین له خوا له دغهاوربند څخه د سرغړونې په صورت کي به د روسیې وسله وال ځواکونه مناسب او اغیزمن جواب ورکړي.»
دغه اعلامیه پس له هغه خپره سوه چي د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالډ ترمپ له پوتین څخه وغوښتل چي «پر اوکراین باندي بریدونه متوقف کړي» او د درې کلنې جگړې د پای ته رسیدو له پاره «هوکړه» لاسلیک کړي.
کریملن د سپیڅلي مسیحي اختر پر وخت دې ته ورته ۳۰ ساعته اوربند اعلان کړ، خو په داسي حال کي چی دواړو خواوو د نښتو له کمښت څخه خبر ورکړ، یو بل یې له اوربند څخه د سرغړونو په سلونو پیښو تورن کړل.
اوکراین: اوربند باید همدا اوس پیل سي
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندری سیبیها، د دوهمې نړیوالې جگړې د پای ته رسیدو په مناسبت د دواړو خواوو ترمنځ د درې ورځني اوربند له پاره د روسیې د وړاندیز په غبرگون کي وویل چي دغه اوربند باید همدا اوس برقراره سي.
سیبیها د ایکس په ټولنیزه شبکه کي ولیکل: «که روسیه په رښتیا سره سوله غواړي، باید سمدستي اوربند پیل کړي.» دغهاوکرایني چارواکي د دغې خبري په کولو سره چي «اوکراین د دواړو خواوو ترمنځ د شخړې له دایمي او بشپړ توقف څخه ملاتړ ته تیار دی» زیاته کړه چي هر ډول اوربند باید «ریښتینی وي، نه فقط د یوه نمایش له پاره.»