د امریکا محکمې د افغانانو دمؤقت حفاظت لغوه کول مؤقتاً وځنډول
۱۴۰۴ تیر ۲۴, سهشنبهد امریکا متحده ایالاتو د څلورمې حوزې د استیناف محکمې، د مهاجرو د ملاتړ ډلې (CASA) په غوښتنه پریکړه وکړه چي دغه افغان مهاجر کولای سي د جولای تر ۲۱ نېټې پوري د خپلو دوسیو د پر مخ بیولو له پاره په امریکا متحده ایالاتو کي پاته سي.
د مهاجرو د حقونو د ملاتړ دغي ډلي، د افغان او کامرون دمهاجرو د مؤقت حفاظت د لغوه کولو په اړه د متحده ایالاتو د هیواد د وزارت د پریکړې په وړاندي حقوقي دعوی کړې ده.
اړوند:د امریکا حکومت د افغانانو د موقت حفاظت حالت لغوه کړ
د امریکا متحده ایالاتو د هیواد (کورنیو چارو) وزارت، په اپریل میاشت کي د ۱۱ زره ۷۰۰ افغان مهاجرو د مؤقت حفاظت لغوه کول اعلان کړي ول او په پام کي وه چي هغه د جولای د میاشتي پر ۱۴ مه عملي سي.
په امریکا کي مؤقتي حفاظت څه ډول حفاظت دی؟
د مؤقتي حفاظت وضعیت د هغو هیوادونو مهاجرو ته ورکول کیږي چي له بشري ناورینونو، وسله والو شخړو او یا هم نورو غیر عادي ستونزو سره مخامخ وي. دغه ډول حفاظت د دا ډول مهاجرو د اخراج مخه نیسي او هغوی ته له شپږ څخه تر ۱۸ میاشتو پورې د کار د اجازې زمینه برابروي.
مؤقت حفاظت کولای سي د امریکا متحده ایالاتو د هیواد د وزارت له خوا تمدید سي، خو د ترمپ اداره په اوس وخت کي دافغانستان او نورو هیوادونو د مهاجرو له پاره د دغه ډول حفاظت د تمدید له پاره کومه اراد ه نه لري.
اړوند:امریکا کې له اخراجه د حفاظت پای؛ په زرونو افغانان اغیزمنیږي
د ډیریو مهاجرو د مؤقت حفاظت د لغوه کولو له پاره دترمپ هڅي له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ م پوري د هغه د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کي د محکمو له خوا بندې سوي وې.
د افغان ایوک بڼسټ ایښودونکي شان ون دایور، وویل چي د استیناف محکمې دغه پریکړه یو نهایی تصمیم نه دی، خو مهاجرو ته وخت ورکوي چي خپله حقوقي پروسه مخته بوزي.
افغان ایوک له پخوانیوامریکايي سرتیرو څخه جوړ یو سازمان دی، چي په امریکا متحده ایالاتو کي د افغانانو د بیا میشتیدو بهیرهمږغي کوي او د هغوی ملاتړ کوي.
شان ون دایور، د یوه ایمیل په ترڅ کي، رویترز خبري آژانس ته ویلي:«افغان ایوک په کلکه د دغې دعوا شاته ولاړ دی او د ترمپ له ادارې او د هیواد د امنیت له وزارت څخه غواړي چي خپل دغه تصمیم ژر تر ژره لغوه او د مؤقت حفاظت وضعیت تمدید کړي.»
د طالبانو له تعقیب او ځورونې څخه اندېښنه
له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سم، په دغه هیواد کي واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، امریکا متحده ایالاتو څه د پاسه ۸۲ زره افغانان تخلیه کړل چي د هغوی له ډلي تر۷۰ زره زیات کسان په مؤقتي ډول د دوو کلونو له پاره امریکا متحده ایالاتو ته د ورننوتو او هلته د پاتېدو (پیرول) اجازه لري.
د مهاجرو د حقونو د ملاتړ ډلې وايي چي ډېر هغه افغانان چي د افغانستان په شل کلنه جگړه کي یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی وو، که هغوی اخراج سي، نو د طالبانو له خوا به تر تعقیب او ځورونې لاندي راسي.