د امریکا کلنی رپوټ: په آلمان کې د بشري حقونو وضعیت خراب سوی
۱۴۰۴ مرداد ۲۲, چهارشنبهد امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه رپوټ دا تأیید کړې ده چې په تیر کال کې په آلمان کې بشري وضعیت خراب سوی دی. د ياد رپوټ په حواله د بیان پر آزادۍ باندې محدودیتونه موجود وو.
لکه څنگه چې ددغه رپوټ په سریزه کې لیست سوي دي، دغه رپوټ د جرمونو، تاوتریخوالي، یا د تاوتریخوالي د گواښونو په اړه هغو رپوټونو باندې تکیه کوي چې د یهودیت ضد انگیزې له امله رامنځته سوي دي.
د (بشري حقونو د عملي کولو په اړه د هیواد رپوټونه) په نوم د بشري حقونو رپوټونه هر کال د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ترچتر لاندې خپريږي او په گڼ شمیر هیوادونو کې وضعیت تشریح کوي.
اړوند:آلمان: تر ۶۰ سلنه ډېر تورپوستي او مسلمانان راسیزم تجربه کوي
د ۲۰۲۳ م کال له پاره د آلمان په هکله د پخواني رپوټ په سریزه کې راغلي وو چې د بشري حقونو په وضعیت کې د پام وړ کوم بدلون نه دی راغلی.
خو په عین حال کې ډیري ستونزې په گوته سوي وې: په نوموړي رپوټ د مسلمانانو په گډون د توکمیزو او مذهبي ډلو د غړو په وړاندې د تاوتریخوالي د جرمونو په هکله رپوټونو ته اشاره سوې وه. د یهودیت ضد چلند یادونه هم سوې وه، همدارنگه د همجنسبازانو، دوه جنسه، یا نورو ډلو په وړاندې د تاوتریخوالي یا د تاوتریخوالي د گواښونو په اړه جرمونو ته هم اشاره سوې وه.
اړوند:په آلمان کي د مسلمانانو پر وړاندي د جرمونو پيښي دوه برابره سوي
د ولسمشر ډونالډټرمپ تر مشرۍ لاندې د امریکا اوسني حکومت څو میاشتې مخکې لاآلمان تر انتقاد لاندې راوستی وو. د فبروري په میاشت کې، د ولسمشر مرستیال جی ډي وینس، د مونشن په امنیتي کنفرانس کې په یوه وینا کې، اروپایي متحدین د بیان د آزادۍ په محدودولو او ډیموکراسۍ ته په خطر کې اچولو تورن کړل. نوموړي د نورو شیانو ترڅنگ، له دغه امنیتي کنفرانس څخه د AfD یا د آلمان له پاره د بدیل ښي اړخه گوند او BSW یا د سارا واگنکنشت ائتلاف د ایستلو په اړه انتقاد کړی وو.