د امریکا ولسمشر او مرستیاله یې په کال کې څومره عاید لري؟
۱۴۰۱ فروردین ۲۷, شنبهد راپورونو په حواله د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د هغه میرمنې جیل بایډن د ۲۰۲۱ کال له پاره د امریکا د فدرالی مالیاتو ادارې ته د ۶۰۰ زره امریکايي ډالرو د عاید راپور ورکړی دی. د سپينې ماڼۍ په خبره ولسمشر بایډن او میرمنې یې د ۲۰۲۱م کال له پاره په مجموعي ډول د ۶۱۰۷۰۲ ډالرو له ګټلو وروسته ۱۵۰۴۳۹ ډالره مالیه ورکړې ده چې دا د ۲۴،۶ فیصده مالیې سره برابره ده.
د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیالې کامله هریس او د هغې خاوند ډوګ ایمهاف هم خپل د ۲۰۲۱ کال د تصفیې اسناد خپاره کړي دي. دوی د تیر ۲۰۲۱م کال په جریان کې په ګډه یو میلیون او ۶۵۵ زره او ۵۶۳ ډالر عاید لرلی دی او د ۳۱،۶ سلنه مالیې په نظر کې نیولو سره یې په مجموعي ډول پنځه لکه ۲۳ زره ۳۷۱ امریکايي ډالره مالیه ورکړې ده.
د امریکا د ولسمشر مالیه ولې مهمه ده؟
د امریکا ولسمشرانو ته دا د ۱۹۷۰م کال راهیسې یو دود ګرځول شوی چې دوی به د مالیاتو د ورکړې اسناد خپروي داسې یو دود چې د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر دونالد ترمپ ورڅخه سرغړونه کوله او خپل د مالیې د ورکړې اسناد یې نه رسنیز کول. پخواني ولسمشر دونالد ترمپ یوازې یوه دوره د امریکا ولسمشري وکړه او د دوهمې دورې د کانديدۍ په ترڅ کې یې د بایډن په لاس ماته وخوړه او ولسمشر بایډن د امریکا متحده ایالاتو نوی ولسمشر وټاکل شو.
بایډن د شخصی مالیو د شفافیت په اړه کمپاین وکړ او پر ټرمپ یې تل د مالیاتي معلوماتو د نه خپرولو له کبله انتقاد کوو. بایډن د ۲۰۲۰ کال کې د امریکا د ټاکنو څخه وړاندې خپلو ۲۲ کلونو د مالیې د ورکړې اسناد هم خپاره کړي ول.
په ورته وخت کې امریکايي رسنۍ نیویارک ټایمز د ټرمپ د مالیاتو ریکارډونه تر لاسه کړي ول چې ښیی په ۲۰۱۷ کال کې پخواني ولسمشر دونالد ترمپ یوازې ۷۵۰ امریکايي ډالره مالیه ورکړې.
د سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې د بایډن د مالیاتي راپور په هکله راغلی: "له دې معلوماتو سره ولسمشر په ټوله کې ۲۴ کاله مالیه له خلکو سره شریکه کړې او یو ځل بیا یې د امریکا له خلکو سره یې د امریکا د سر قوماندان اعلی د مالیو په اړه د روڼتیا په اړه خپله ژمنه عملي کړه.»
د عاید کمښت
د امریکا ولسمشر د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱م کلونو په ترڅ کې پخوا په پرتله کم عاید کړی دی. په ۲۰۱۹م کې دغې جوړې په مجموني ډول نیږدې یو میلیون ډالر عاید درلود چې د عایداتو په سرچینو کې یې د کتاب خرڅلاو او ویناوې شاملې دې. دې جوړې د پنسلوانیا په پوهنتون او د شمالی ویرجینیا په ټولنیز کالج کې له تدریس څخه عاید هم ترلاسه کړی دی.
جیل بایډن په ۲۰۱۹ کال کې د شمالی ویریجینیا په کالج کې د تدریس لپاره ۶۷۱۱۶ ډالره ترلاسه کړي دي او خپل دغه مقام یې د د خاوند تر ولسمشر کیدو وروسته هم ساتلی دی. . هغې خپل مقام وساتلو وروسته له دې چې خاوند یې ولسمشر شو. د امریکا ولسمشران ۴۰۰ زره امریکايي ډالر معاش ترلاسه کوي چې بیا وروسته ترې ولسمشران مالیه هم ورکوي.