د امريکا سترې محکمې د بوستن بريدګر د اعدام حکم بيا جاري کړ
۱۴۰۰ اسفند ۱۴, شنبهپه واشنګټن کې د متحده آيالاتو سترې محکمې د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۴مه) د قاضيانو له خوا د شپږو څخه د درو رايو په وړاندې اکثريت سره، د مرګ د حکم څخه د صرف نظر پرېکړه بېرته اخيستې ده. دغه حکم د مرافعې يوې محکمې د جوهر زرنائيف په وړاندې جاري کړی وو. د سترې محکمې قاضيانو وويل چې نن سبا ۲۸ کلن بريدګر، تر حکم مخکې يوه عادلانه قضيه ليدلې وه. محافظه پال قاضي، کلېرنس توماس، د حکم په توجيه کې ليکلي دي چې »جوهر زرنائيف د کرکې وړ جرايم تر سره کړي.« د هغه په خبره »د اساسي قانون شپږمې ضميمه شوې مادې هغه ته، سره له دې هم د يوې بې طرفه ژيوري په وړاندې د محاکمې تضمين ورکړی دی. دغه يې ليدلې هم ده.«
د متحده آيالاتو د سترې محکمې يا سوپريم کورت د ليبرالې څانګې درو قاضيانو دغه دريځ البته تائيد نه کړ.
زرنائيف د ۲۰۱۵ کال په می مياشت کې د هغه بريد له کبله چې درې مړي او ۲۶۴ ټپيان يې درلودل، د مرګ په سزا او په عين وخت په عمري بند محکوم شوی وو. د مرافعې يوه فدرالي قاضي د اعدام حکم بيا د ۲۰۲۰ کال په جولای کې بېرته واخيست.
د مرافعې قاضيانو د مدافع وکيلانو په دې ټکي اعتراف کړی وو چې د منصفه پلاوي غړو د غوراوي بهير تېروتنې لرلې، ځکه چې د منصفه پلاوي د غړو په انتخاب کې د قضيې په هکله د مخکنييو معلوماتو يوه پوښتنه حذف کړل شوې وه. د مرافعې قاضيانو همداراز نيوکه وکړه چې په قضيه کې نور مهم ټکي هم له پامه غورځول شوي ول. خو سترې محکمې اوس دغه دلايل رد کړل. د منصفه هئيت غوراوی يې په خبره په مناسب ډول تر سره شوی وو. دغې محکمې له دې لارې اوس د اعدام حکم بېرته جاري کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر جو بايدن حکومت په فدرالي کچه د اعدامونو د ځنډولو تصميم نيولی دی. د فدرالي محکمو له خوا د محکوم شوو مجرمينو په وړاندې شوي د مرګ حکمونه اوس نه عملي کيږي. سره له دې هم د عدليې وزارت له سترې محکمې غوښتي دي چې د مرافعې محکمې حکم بېرته واخلي او د مرګ حکم له دې لارې بېرته جاري کړي. په خبره يې له دې طريقه د منصفه پلاوي مستدل شوې پرېکړې ته بايد درناوی وشي. جوهور زرنائيف له خپل ورور تامرلان سره د ۲۰۱۳ کال په اپريل مياشت کې د بوستن ماراتون ځغاستې په وروستۍ مقطع کې تر هدف مخکې دوه بمونه چاودلي ول. درې تنه په دغه بريد کې مړه او ۲۶۴ تنه ټپيان شول. دغو ورونو د تېښتې پر مهال يو پوليس هم په ډزو وواژه. مشر ورور تامرلان زرنائيف يې تر بريد يو څو ورځې وروسته له پوليسو سره د ډزو په تبادله کې ووژل شو. جوهر زرنائيف ژوبل شوی وو او په يوه کښتۍ کې پټ وموندل شو. هغه وويل چې غوښتل يې د دغه بريد سره په افغانستان او عراق کې د وژل شوو مسلمانانو غچ واخلي.
آ./ن.ص./ا.ا.