د المان تر ټولو ښایسته ښاروالۍ
د جرمني د ښاروالیو ودانۍ خاص عظمت او ښکلا لري. اکثره دغه ودانۍ د ډیري زمانې څخه پرځای پاته دي. دلته د جرمني تر ټولو ښایسته ښاروالۍ په انځورونو کي وګورئ:
د هامبورګ ښاروالي
د هامبورګ د ښاروالۍ ودانۍ د فوق العاده عظمت او ښکلا څخه برخمنه ده. د هغه تعمیر د ۱۸۸۶ او ۱۸۹۷ کلونو تر منځ جوړ سو او ۶۴۷ اطاقونه لري. پر هغه باندي تر ۱۱ ملیونه طلايي الماني مارکونه مصرف راغلی دی. د هغه معماري د رنسانس، ګوتیک او باروک د معمارۍ د سبک یو ترکیب دی.
د هامبورګ د ښاروالۍ تالار
د هامبورګ د ښاروالۍ تالار د هغه د تعمیر یوه تر ټولو ښایسته برخه ده، چي پکښي رسمي مراسم دایر او د خارجي دولتو د مشرانو او میلمنو هرکلی هم پکښي کیږي. د نورو ترڅنګ د انګلستان ملکه الیزابت او د ایران پاچا، محمد رضا شاه پهلوي د هامبورګ په ښاروالۍ کي میلمانه وه.
د بریمن ښاروالي
۶۰۰ کاله کیږي، چي په تصویر کي (چپې خوا) تعمیر د بریمن ښاروالي ده. دا د اروپا د ښاروالیو یوازنی تعمیر دی، چي تخریب سوی او نړیدلی ندی. هغه د یونسکو د جهاني میراث یو جزء هم دی.
د برلین سره ښاروالي
د برلین سره ښاروالي تر ۱۹۹۱ م کال راوروسته بیرته د برلین د سنا د مجلس مرکز او د ښاروال دفتر ګرزیدلی دی. د هغه تعمیر د ۱۸۶۱ او ۱۸۷۱ م کلونو ترمنځ جوړ او د دوهم عمومي جنګ او جرمني تر تقسیم وروسته د «شرقي المان» په برخه کي پاته سو.
د هانوور ښاروالي
د هانوور د ښاروالۍ تعمیر په دومره ښایسته ډول سره طراحي سوی، چي اوس د «ښار په یوه سمبول» باندي تبدیل سوی دی. د «نوي ښاروالۍ» د ودانۍ د جوړیدو سل کاله کیږي. د هانوور پخوانۍ ښاروالي په ۱۴۱۰ م کال کي جوړه سوې ده.
د «ویرنیګه روده» ښاروالي
د «ویرنیګه روده» (Wernigerode) دښاروالی تعمیر،چي د شرقي المان د زاکسن انهالټ په ایالت کي موقعیت لري، په ۱۲۷۷م کال کي د جشنو او محفلو د لمانځلو پخاطر ورڅخه استفاده کیدله. هغه همدارنګه د محکمې ودانۍ هم وه. د اتلسم قرن راپدیخوا د هغه څخه د ښاروالۍ د ودانۍ کار اخیستل کیږي.
د لایپزیګ ښاروالي
د لایپزیګ ښاروالۍ پخوانی تعمیر، چي اوس ورڅخه د موزیم په حیث استفاده کیږي، په ۱۶ م قرن کي جوړ سوی دی. دغه ودانۍ ، چي ۹۰ متره اوږدوالی لري، د معمارۍ یو خاص سبک لري.
د فرانکفورت ښاروالي
دغه ودانۍ د پنځلسمي میلادي پیړۍ راپدیخوا د فرانکفورت د ښاروالۍ مرکز دی او هغه ته «رومر»(Römer) ویل کیږي. د دغه نامه په باب مختلف توضیحات موجود دي، چي د یوه پراساس یې ښاروالۍ ته د هغه تر سپارلو دمخه د دغه تعمیر مالک په ایټالیا کي د رومیانو سره تجارت کاوه.
د بامبرګ ښاروالي
د تاریخي اسنادو پر بنأ د دغي ودانۍ څخه اول وار په ۱۳۸۷ م کال کي نوم اخیستل سوی دی او بیا د ۱۴۶۱ څخه تر ۱۴۷۱ م کلونو پوري د تغیراتو په راوستلو سره دغه شکل ته راغلې ده. د دغو اسنادو پراساس د ښار اسقف د یو تعداد کسانو په غوښتنه د ښاروالۍ د درلودلو سره مخالفت وکړ او د تعمیر د جوړولو دپاره یې مځکه ورنکړه. خلګو وروسته د یوه رود پر سر باندي د ښاوروالۍ دغه ودانۍ جوړه کړه.
د روتنبورګ ښاروالي
د روتنبورګ کوچنی ښار د بایرن په ایالت کي موقعیت لري او د قرون وسطی د معمارۍ ډیر سبک یې ساتلی دی. د ښاروالۍ تعمیر یې د ۱۲۵۰ او ۱۴۰۰ کلونو تر منځ جوړ او مخکینی برخه یې د ۱۵۷۲ او ۱۵۷۸ یمو کلونو تر منځ د رنسانس په سبک جوړه سوې ده. روتنبورګ د ۱۲۷۴ او ۱۸۰۳ کلونو تر منځ یو ډیر مرفه او موړ ښار ؤ، چي پسله دیرشو کلونو جنګونو څخه یې اهمیت راکم سو.
د مونشن ښاروالي
د مونشن د ښاروالۍ تعمیر د ۱۸۶۷ او ۱۹۰۹ یمو کلونو ترمنځ د نئو ګوتیک په سبک د «مارین په میدان» کي جوړ سوی دی. د ورځي دوه یا درې واره زنګولې شرنګول او د ناوکیو(ګودي) نڅا ډیر تماشاچیان او ټورستان د هغې ودانۍ ته راجذبوي.